1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

Gates د خپل هيواد د افغانستان د جګړي له قوماندانو سره وکتل د څه لپاره؟

۱۳۸۸ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

د پنتاګون مطبوعاتي وياند، Geoff Morrell، وويل: دغه ليدنه کتنه د دي لپاره جوړه شوي وه چي د افغانستان د جګړي په روان وضعيت باندي وروستي معلومات Gates ته ورکړاي شي.

https://p.dw.com/p/J3Nw
Roberts Gates
Roberts Gatesانځور: AP

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت، وويل، د هغه هيواد د فاع وزير،Roberts Gates په بلجيم کي په يوي امريکايي هډي کي له خپلو لوړ پوړو قومانداونو سره چي د افغانستان د جګړي لپاره مسووليت لري، يوه ليدنه کتنه کړي چي مخکي له دي یی اعلان نه ؤ شوی. د پنتاګون مطبوعاتي وياند، Geoff Morrell، وويل: دغه ليدنه کتنه د دي لپاره جوړه شوي وه چي د افغانستان د جګړي په روان وضعيت باندي وروستي معلومات Gates ته ورکړاي شي.

مورل زياته کړه چي په دي غونډه کي دGates او په افغانستان کي د ناتو او د امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندان،Stanley McChrystal، په شمول، د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو عمومي لوي درستيز،امیرالبحر Mike Mullen، د جنرالMcChrystal مرستیال، جنرال David Rodriguez، د ناتو په مقر بروکسل کی د متحدینو قوماندان، امیرالبحر James Stavridis، د متحده ایالاتو د مرکزی قوماندانی مشر، جنرال David Petraeuesد او د پنتاګون د سیاسی چارو رییس، Michele Flournoy هم ګډون درلود.

که څه هم د پنتاګون وياند د دي غونډي د بحث په موضوعاتو زياته رڼا وا نه اچوله، خو يوي امريکايي تلويزوني شبکي، , ABC د لوړ پوړو امريکايي چارواکو له خولي رپوت ورکړ چي په دغي ليدني کتني کي په افغانستان کي د سرتيرو په زياتولو باندي ښايي بحث شوي وي.

مورل وويل چي Gates هره اوني د ويدو له لاري په افغانستان کي له خپلو قوماندانانو سره غونډه کوي، خو دا ځل یی تصميم ونيو چي

پرته له کوم خنډه څخه شخصا هغو سره ووینی تر څو د جنرال McChrystal د ستراتیژی د شپیته ورځنی ارزونی په هکله ځان پوه کړی تر کومه ځایه پرمخ تللی ده.

Lt. Gen. Stanley A. McChrystal
Lt. Gen. Stanley A. McChrystal,انځور: AP

دغه غونډه وروسته له هغي دايريږي چي يو شمير ملکي کارپوهانو جنرال McChrystal ته د هغه په ارزوني کي مشوره ورکړه ترڅو په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو په شمير کي نور هم زياتوالي راوړي.

مورل په دي هکله له تبصري څخه ډه ډه وکړه په دي غونډه کي په کومو موضوعاتو خبري وشوي او وويل چي د جنرال McChrystal ارزوني لا تراوسه بشپړي شوي نه دي.

هغه وويل د McChrystal په پلاوي کي د ځينو ملکي کارپوهانو تبصري د دي لامل نه ؤ چي Gates يو غير عادي غونډه دايره کړي.

د پنتاګون وياند وويل:« زه فکر کوم چي د ارزوني کار لا تر اوسه د پرمختګ په حال کي دي. او د دفاع وزير غواړي چي پوه شي چي کار څومره مخکي تللي دي تر څو د هغی په اړه د خپل نظر ورکولو باندي پيل وکړي.»

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما له امر سره سم افغانستان ته په اوسني وخت کي د يو ويشت زره نورو امريکايي عسکرو استول پيل شوي دي چي په دي ترتيب به د دي ميلادي کال تر پايه پوري په ټوليز توګه د هغو شمیر اتو شپیتو زرو ته ورسيږي.

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکی: رحيله اميری