1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي زوی غواړي د لیبیا جمهور رییس سي

۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبه

د لیبیا د پخواني جمهور رییس زوی، سیف الرحمن القذافي چي د جنګي جنایتونو په دلیل تر نړیوال تعقیب لاندي دی، د جمهوري ریاست د پاره یې تمایل ښکاره کړی دی. هغه ویلي، یو ازاد سړی دی او سیاست ته خپل بیرته ورګرځیدل تنظیموي.

https://p.dw.com/p/3yMuN
Seif al-Islam Gaddafi
د قذافي زوی، سیف الاسلامانځور: AP

سیف الاسلام القذافي دغه خبري پرون جمعه (د جولای میاشتي ۳۰ مه) د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کي وکړې. هغه چي د ډیرو کلونو راهیسي په عامه اظهارو کي ندی راښکاره سوی، دغي ورځپاڼي ته ویلي، چي د لیبیا سیاستمدارانو په تیرو لسو کالو کي دغه هیواد ته «بیله بدبختۍ» بل شی ندی راوړی. په خبره یې اوس « پخواني وخت ته د تلو وخت رارسیدلی دی.»

د هاګ د جزا بین المللي محکمه سیف الاسلام د جنګي جنایتونو په تور تعقیبوي. د لیبیا په پایتخت طرابلس کي یوې محکمې هم هغه په ۲۰۱۵ م کال کي په غیاب کي محاکمه کړ. خو اوس هغه نیویارک ټایمز ته ویلي: « دی مطمینه ؤ، چي که لیبیایان هغه د خپل رهبر په حیث وغواړي»، کیدلای سي دغه حقوقي مشکلات یوې خواته پاته سي.

سیف الاسلام ته د کلونو راهیسي د خپل پلار د ځای ناستي په سترګه کتل کیږي. د هغه پلار، معمرالقذافي په مقابل کي یې تربغاوت دمخه هغه غرب ته د نژدې کیدو او سیسټم د پرانستل کیدو د طرفدار په حیث پیژندل کیده، خو د ۲۰۱۱ م کال په فبرورۍ کي د اعتراضونو تر شروع کیدو وروسته هغه د رژیم د مخالفینو د سخت سرکوبه کیدو څخه ملاتړ وکړ. سیف الاسلام د پلار تر مرګ یوه میاشت وروسته د ۲۰۱۱ م کال په اکتوبر کي ونیول سو.

Frankreich Libyen Sarkozy Gaddafi
انځور: Abd Rabbo-Mousse/abaca/picture alliance

د نیویارک ټایمز سره تر دغي مصاحبې پوري، کومه چي د لیبیا د سینتان ښار په یوه بنګله کي یې اجرأ کړې ده، د ۲۰۱۴ م کال راهیسي د هغه د ژوند هیڅ نخښه نه وه لیدل سوې. هغه په خپله مرکه کي دا هم ویلي دي، چي هغه نیمه ملیشې چي دی یې هغه وخت بندي کړ، اوس یې «دوستان» دي. هغه همدارنګه ویلي دي، چي یو ازاد سړی دی، چي سیاست ته يې بیرته راتګ ته سازمان ورکوي.

په ۲۰۱۱ م کال د معمرالقذافي د سقوط راهیسی لیبیا بیا په داخلي جنګ او انارشۍ کي ډوبه ده. خارجي قوتونه او اجیري ملیشې، د هغې جملې د روسیې او ترکیې لخوا هم د لیبیا او سیمي په کشمکشونو کي لاس لري.

د بلي خوا بیا د عبدالحمید الدبیبه په مشرۍ د مؤقتي حکومت تر نظارت لاندي پارلماني انتخابات د همدې عیسوي کال د ډسمبر ۲۴ می ته پلان سوي دي. هغه اوربند چي د تیرکال اکتوبر میاشتي راهیسی نافذ دی، هم چنداني نه مراعتیږي.