1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

G7 د اوربند د ماتیدو په صورت کې د جدی اقداماتو گواښ وکړ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۲۵, شنبه

د G7 ډلې غړو هیوادونو ویلي چې هغوی د سولې د یوه نوي تړون پر رامنځ ته کیدو سربیره د اوکراین په ختیځ کې د جگړې د تودیدو له کبله اندیښمن دي. پر روسیې اوکرایني بیلتون غوښتونکو ته د لا ډیرو درنو ولسو ورکولو تور لگول کیږي.

https://p.dw.com/p/1EbgI
انځور: picture-alliance/dpa/S. Dolzhenko

د G7 ډلې غړو هیوادونو وویل چې په وروستیو وختونو کې د اوکراین په ختیځ کې د یوه نوي اوربند تر پیلیدو مخکې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

په وروستیو نښتو کې په سیمه کې ۲۶ کسان وژل شوي دي. دغه نښتې هغه وخت رامنځ ته شوې چې روسي پلوو بیلتون غوښتونکو د اوربند تر پیلیدو مخکې د لا ډیرو سیمو د نیولو هڅه وکړه. د G7 ډلې په یوه بیانیه کې د جمعې په ورځ وویل: «ټول اړخونه باید په راتلوکو ورځو کې له جگړې څخه لاس واخلي او د اوربند درناوی وکړي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې بیلتون غوښتونکي له هغو سیمو څخه تیر شوي دي چې تر دې مخکې ورباندې موافقه شوې وه: «هغه بیلتون غوښتونکي چې روسیه یې ملاتړ کوي له هغې لیکې تیر شوي دي چې ورباندې موافقه شوې ده.»

د د G7 ډلې غړو هیوادونو گواښ کړی دی چې که د فرانسې او آلمان په منځگړیتوب په مینسک کې رامنځ ته شوی د سولې تړون مات شي نو G7 به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي: « G7چمتو ده چې د هغو کسانو پر وړاندې چې د مینسک له تړون څخه سرغړونه کوي په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي. په خاصه توگه د داسې کسانو پر وړاندې چې د مینسک د تړون له مخې د اوربند درناوی نه کوي او د درنو وسلو په ایستلو لاس نه پورې کوي.»

په G7 ډله کې د کانادا، فرانسه، آلمان، جاپان، ایټالیا، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو هیوادونه شامل دي. تر دې مخکې روسیه له G8 سازمان څخه ایستل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې په هیواد کې یې د جگړې د ډیریدو له کبله د میسنک د سولې تړون له ستونزې سره مخامخ شوی دی. هغه زیاته کړې ده: «په خواشینې سره چې د مینسک د سولې تر تړون وروسته د روسیې بریدونه ډیر شوي دي. موږ اوس هم فکر کوو چې دغه تړون له سخت گواښ سره مخامخ دی.»

امریکا متحده ایالات پر روسیې باندې تور لگوي چې بیلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي. د نوي تړون له مخې باید نوی اوربند د اوکراین په وخت د یکشنبې په شپه په لسو بجو پیل شي. دا تړون همدا راز د جگړې له لومړۍ لیکې څخه د درنو وسلو د ایستلو غوښتنه هم کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب