Frauenfußball AfghanistanWaslat Hasrat-Nazimi۱۳۹۰/۴/۱۵۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبهد افغانستان د ښځینه فټبال لوبډله په انځورونو کيhttps://p.dw.com/p/11p2Cاعلانپه دي ورځو کي د ښځو د فټبال د نړیوال جام سیالۍ د المان په لویو ښارونو کي تر سره کیږي. په پام کي وه چي په دي سیالیو کي به د افغانستان ملي لوبډله په افتخاري توګه ګډون وکړي، خو د مسؤلینو په وینا د وخت د کمي په خاطر او د ویزې د څنډنۍ پروسې له امله د افغانستان د ښځو د فټبال لوبډلي په دغو سیالیو کې ګډون ونه سو کړای.انځور: DW د افغانستان د فوټبال د کمیټي سرپرسته او لوبغاړي، پلوشه داود، وایي: « په لویه کچه د ښځو د ورزش سره دلچسپی ډیره سوي، په خاصه توګه د فوټبال سره. د افغانستان د ښځو د فوټبال کمیټي، په لنډوخت کي مناسب ځانته مناسب ځای پيدا کړی. خو د امکاناتو د نه لرلو او د ورزش د مسؤلینو لږ پاملرني، زموږ څخه زیات چانسونه اخیستي.»انځور: DW پلوشه داود ادعا کوي، که څه هم په افغانستان کي د ښځو د فوټبال لوبډلي ته لږ توجه کیږي، خو د افغانستان ملي لوبډله کولای سي په سیمه يیزو او نړیوالو سیالیو کي ګډون وکړي.انځور: DW خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلي لوبغاړي ده.انځور: DW د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړي د لوبي ترمخه خپل څادر په سروي.انځور: AP په افغانستان کي نجوني د کورنیو د غړو او حتي د کورنۍ څخه بهر کسانو له خوا ګواښل کیږي او د سپورت څخه منع کیږي.انځور: AP پلوشي تر دي دمخه د المان د لوبغاړيو سره لیدلي دي، هغه غواړي چي المان دغه اتلولی وګټي. هغه وایی: « زما د خوښی لوبډله د المان لوبډله ده او د خوښي لوبغاړي مي سوسي ده.»انځور: DW د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله د ایساف د لوبډلي سره د لوبی د مخه تمرین کوي.انځور: AP د پلوشې په وینا د افغانستان د ښخو د فوټبال لوبډلي هري لوبغاړي ته د مصرف له پاره د میاشتي 50 ډالره معاش ورکول کیږي. هغه زیاتوي چي دوی ته د سپورت عصري وسایل نه دي برابر سوي.انځور: AP هاجر، د ښځو د فوټبال لوبغاړي پر ټولو ستونزو سربیره خپلي لوبي ته ادامه ورکوي.انځور: DW د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم په دي وتوانید چي د لوبي په لومړۍ نیمایي کي د ایساف لوبډلي څخه د یو ګول په توپیر لوبه وګټي.انځور: AP