1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

CIA په افغانستان کي پټ جنګي ځواک جوړ کړی

۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبه

يو امريکايي چارواکي پرون وويل چي د متحده ايالاتو مرکزي استخباراتي اداره، CIA، د يو افغان مليشه يي ځواک رهبري په غاړه لري چي په پټو ماموريتونو کي د پاکستان په دننه کي د طالبانو او القاعدې عناصر له مينځه يوسي.

https://p.dw.com/p/PKHW
دغه 3000 کسيز جنګي ځواک د CIA له خوا جوړ سوی او د خاصو عملياتو د ترسره کولو دپاره روزل سوي دي.
دغه 3000 کسيز جنګي ځواک د CIA له خوا جوړ سوی او د خاصو عملياتو د ترسره کولو دپاره روزل سوي دي.انځور: DW

نوموړي امريکايي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي د فرانس پرس د خبري آژانس سره خبري وکړي، د متحده ايالاتو د يو مشهورژرونالست، Bob Woodward په يو نوي کتاب کي د نوموړي مليشه يي ځواک چي د« تروريزم ضد د څارني تيمونو» په نوم معلومات تصديق کړل.

دغه امريکايي چارواکي يادونه وکړه:« دا د افغانستان يو ډير تکړه جنګي ځواک دی او په افغانستان کي د ثبات په ټيګيښت کي مهمه ونډه اخيستې ده.»

د واشنګتن پست ورځپاڼي د رپوټ له مخه چي د نوموړي کتاب څخه يي خپل معلومات ترلاسه کړي دي، دغه 3000 کسيز جنګي ځواک د CIA له خوا جوړ سوی او د خاصو عملياتو د ترسره کولو دپاره روزل سوي دي.

د Woodwardپه کتاب کي « د اوباما جګړي» دا هم راغلي دي چي د افغانستان دغه خاص رزول سوی ځواک، ځکه په لومړي سر کي په ګاونډي هيواد پاکستان کي په پټو عملياتو بوخت دی، چي هلته د القاعدې او طالبالنو غړي د ترهګري دپاره پلانونه جوړوي او په نوموړي هيواد او د افغانستان په دننه کي يې پلي کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما د خپل رياست د پيل څخه په افغانستان کي د جګړې د برياليتوب دپاره د پاکستان په دننه کي د زورپالونکو د پناه ځايونو د له منځه وړلو په موخه پټ عمليات تند کړي چي، په هغو کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو هوايي ببمارۍ هم شامل دي.

د متحده ايالاتو حکومت دغه راز د پاکستان پر پوځ باندي هم فشار ډير کړی تر څو په قبايلي سيمو کي د طالبانو او د هغوی د همکارو ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي.

د CIAترلارښوني لاندي ددغه افغان جنګي ځواک د فعاليتونو بربنډیدل په يقين سره د واشنګټن او اسلام آباد او دغه راز د افغاستان او پاکستان تر منځ ستونزمني اړيکي نوري هم ترینګلي کړي.

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شتون او په قبايلي سيمو کي د بې پيلوټه الوتکو حملو په پاکستان کی د متحده ايالاتو په وړاندي حساسيتونه زيات کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل