1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«CIA افغانستان ته د طالبانو په ښکار پسې نور مامورین لېږي»

۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبه

نیویارک ټایمز ورځپانې د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د امریکا مرکزي استخباراتي سازمان یا CIA په افغانستان کې خپل مخفي ماموریتونه پراخوي چې لا ډیر طالبان په نخښه او ووژني.

https://p.dw.com/p/2mKcP
Symbolbild - CIA
انځور: picture-alliance/dpa

نيويارک ټايمز ورځپاڼي د داسې دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي دي چې په دې ترتیب سره به د افغان ځواکونو تر څنګ لا ډیر باتجربه افسران او قراردادیان ماموريت پيل کړي چې یاغیان تعقیب کړي.

دا په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د عملیاتو په تمرکز کې بدلون دی، ځکه تر دې مخکې دغي ادارې په دې هیواد کې یوازې د القاعدې ډلې غړي په نخښه کول او د افغانستان له استخباراتي ادارې سره يې مرستي کولې.

ویل کیږي چې دغه عملیات به د CIA د ځانګړو فعالیتونو له څانګې څخه د نیمه پوځي افسرانو له خوا اداره شي. د عملیاتو رهبري به «د ترهګري ضد تعقیبي ډلو» نور واړه ټيمونه کوي.

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې، په افغانستان کې د خپل نقش د پراخیدو په اړه لا تر اوسه پوري څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې ولسمشر دونالد ترمپ په اګست میاشت کې د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه، چې پکښې افغانستان ته د لا ډیرو پوځیانو د استولو له پاره لار اواره شوې وه.

د دې هیواد هوايي ځواک لا وختي په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او پر طالبانو باندې یې خپل هوایي بریدونه ډیر کړي دي. د هوايي ځواک د یوه تازه رپوټ له مخې د روان کال په سپتمبر میاشت کې په افغانستان کې تر ټولو ډیر بمبارۍ شوي دي.

طالبانو هم تیره اوونۍ پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړ چې په پایله کې یې تر۲۰۰ ډیر کسان ووژل شول او په سونو نور ټپیان شول.

د دې ډلي په یوه پلوي انترنت پاڼه کې په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي دي چې طالبانو د امریکا د بمباريو د غچ اخیستلو له پاره پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپل بریدونه ډیر کړي دي.