1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

CIA: طالبان کولای سي د افغانستان په حکومت کي برخه واخلي

د امريکې استخباراتي ادارې CIA طالبانو ته وړاند يزکړی، که د القاعدې څخه ځان جلاکړي نو کولاي سي د افغانستان په حکومت کي برخه واخلي.

د امريکې د استخباراتي ادارې CIA نښان

د امريکې د استخباراتي ادارې CIA نښان

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي چي آلمانۍ ورځپاڼه Berlien Zeit ليکي چي د اگست د مياشتي په نيمايي کي د امريکايانو او طالبانو تر منځ د پاکستان د کويټي په ښارکي مخامخ خبري سوي دي.
د خبر له مخي د امريکې د استخباراتي ادارې CIA ځانگړو استازو د ملامحمد عمر لخوا ټاکل سوې د کوټي د شورا په نامه ډلي سره کتلي دي.
د غه راز تيره ورځ د افغانستان د د ولت وياند هم د يوې مطبوعاتي غونډ ي په ترځ کي وويل چي د ولت له طالبانو سره بيله کومه شرطه خبرو ته تياردی.
بلخوا د طالبانو وياند چي ځان په سيمه کي خبريالانو ته قاري يوسف ښي اعلان کړی دی چي د روژې د مياشتي د اولي ورځي څخه به د نصرت په نامه نوي عمليات پيل کړي چي مشري به يي د طالبانو د يوه وتلي قومندان ملا براد ر په غاړه وي.