CIA: په افغانستان کي نړيوال پوځي ماموريت د ستونزو سره مخامخ دی
۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبهپانيتا د امریکاييABC تلوزیون سره په مرکه کي ويلي دي چي په افغانستان کي زموږ ماموريت لاسته راوړني هم لري.
خو ستونزي هم سته او پرمختګونه لکه څنگه چي بايد سوي واي نه دي سوي او پرمخ نه ځي.
پانیتا چي د یوه کال راهيسي د CIA مشري په غاړه لري،واي چي، په افغانستان کي ستونزي ډیري دي.
هغه د مثال په توګه ويلي چي، په افغانستان کي بيلا بيل قامونه ژوندکوي چي، دغه موضوع د حکومت دارۍ په چاروکي ستونزي پيښوي.
د CIA مشر زياته کړې چي په افغانستان کي د نورو ډيرو جدي ستونزو تر څنگ د بډي اخيستل، اختلاص ، د نشه يي توکوکرل او قاچاق او د تندلارو طالبانو مقاومت د هغه هيواد د پرمختگ په وړاندي خنډ دي.
هغه ويلي چي د راتلونکي د پاره تر ټولو مهمه پوښتنه داده چي آیا افغانان به پخپله وسي کړای، چي د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت پخپله په غاړه واخلي که نه.
د امريکا د استخباراتي ادارې CIA مشر په داسي حال کي په افغانستان کي د ستونزو څخه خبري کوي، چي د امريکا او ناټو ځواکونو پخواني عمومي قومندان جنرال سټنلي ميک کريسټل په يوه ليک کي د افغانستان حالت ډير ويجاړ ښودل سوی و.
هغه د ناټو د دعافي چارو د وزيرانو په ادرس يو ليک ليکی چي پکښي ليکل سوي ول، په راتلونکو شپږو مياشتو کي به په افغانستان کي کوم مثبت بدلون را نسي.
AG/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل