1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

AI: په اسرايلو او فلسطينيانو دې وسلې بندې شي

۱۳۸۷ اسفند ۶, سه‌شنبه

د بښني نړيواله ټولني امنستي انتر نشنل دخپلو څيړنو په اساس دملګرو ملتونو له موسسي څخه غوښتي دي، چي د جګړي په دواړو خواوو باندي د وسلو بنديز ولګوي.

https://p.dw.com/p/H0G3
انځور: AP

خو د اسراييلو حکومتي وياند مارک ريګيو پدي اړه ويلي دي چي د بښني نړيوالي ټولني سم تحقيق ندي کړي، دي وايي:

د بښني د نړيوالي ټولني رپوټ بيخي غلط دي اود ډيرو ربړو نه ډکو طريقو په اساس جوړ شويدي. يو داچې د حامس دڅرګندونو په اساس جوړ شويدي، دا څرګندوني ډيري ربړي له ځانه سره راوړي، ځکه چي ډيرو خلکوته د هغه د واقعيت په برخه کي پوښتنه پيداکيږي. سربيره پردي په نوموړي رپوټ کي دجګړو پيچلي وضعه هيره شويده. جګړه روانه وه او حامس له انسانانو څخه ناوړه استفاده وکړه او د ډالونو په توګه يي کار تري واخيست.

خو د بښنې نړيواله ټولنه دا تورونه ردوي او وايي: چې دوي نه دي پريښي. چي دحامس دلاس آله شي. د بښني د نړيوالي ټولني صلاحيت لرونکي څېړونکي څرګنده کړي ده:

دايو دخندا اومسخري وړ او بي معني غبرګون دي. دمونږ رپوټ له سندونو، عکسونو، او ارقامو څخه ډک دي. مونږ خپلي څيړني پخپله کړي دي. هرچا چي دا رپوټ لوستي وي، پوهيږي چي د ډيرو د باور وړ څيړنو حاصل دي.

ميرمن روويرا زياته کړيده چي د اسراييلو د دري اونيز بريد په اوږدو کي رښتيا له فلسطيني ملکي وګړو څخه د ډالونو په توګه استفاده شوي ده، خودا استفاده اسراييلي عسکرو کړيده. دا زياتوي:

اسراييلي عسکرو فلسطيني ملکي کسان د وسلو په زور ديته اړ کول چي په ودانيو کي دچاودونوکو موادو په لومو اودامونو پسي وګرځي. هغوکورونوته چي وسله والا زورلاري کسان پکي پټ وو، ورننوزي اويا دا چي په هغو ودانيو کي پاتي شي چي اسراييلي عسکرو خپلي جبهي پکي جوړي کړي وي.خومونږ هيڅ د دې نښه پيدا نکړه چي فلسطينيانو له خپلو خلکو څخه دسپرونو په توګه کار اخيستي وي.

اسراييلوته په سلوکي 95 ليږدول شوي وسلي او ګولۍامريکايي دي.
اسراييلوته په سلوکي 95 ليږدول شوي وسلي او ګولۍامريکايي دي.

د بښني دنړيوالي ټولني دتحقيق ډلي چي يو تن دوسلو کارپوه هم پکي شامل وو، ويلي دي چي دوي بيشميره اسراييلي توغندي، اولاسي بمونه اوګولۍ پيداکړي چي ښونحي، روغتونونه، او دخلکو کورونه پري ويشتل شوي وو. او د تحقيق په مهال دوي دغزي په سيمه کي دتوپونو دسپينو فسفور ګوليو سره مخامخ شوي چي لادسوځيدوپه حال کي وي .ميرمن ًرو ويرا زياته کړيده چي اسراييلو له ډيرو وسلو څخه چي دقيقي ندي، کار اخيستي دي .دي ويلي دي:

داوسلي دجګړو دميدانونولپاره جوړي شويدي ، دخلکو داوسيدو دځايونو لپاره ندي،له داسي وسلوڅخه بايد دنړۍ په هيڅ ګوټ کي په تيره بيا دغزي په شان سيمي کي چي کورونه ګڼ پکي پراته دي، کاروانخيستل شي .

دبښني دنړيوالي ټولني دتحقيقاتو صلاحيت لرونکي رو ويرا وايی دحمس اودنوروزورلارو فلسطينيانو دجګړي جنايت په ټوغنديو اوهاوانو باندي داسراييلو دښارګيو اوکليو ويشتل دي .دي ويلي :

پدي اندازه داسراييلي ملکي کسانوويشتل نه يوازي دمنلو وړندي بلکه، دادنړيوالو حقوقو په ضد اودجګړي جنايت دي داواقعيت بايد حمس ومني .

دحمس اسلامي سازمان ويلي دي چي دبښني دنړيوالي ټولني دا رپوټ نامتوازنه اوله،بي انصافۍ څخه ډک دي چي رښتياني جنايت کاران او قربانيان په يوي سطحه کي راولي .دبښني نړۍ والي ټولني ويلي دي چي حمس دخپلو توغنديو يو ه برخه په خپله جوړوي اوبله برخه يي له مصر سره دګډي پولي د تونل له لاري ترلاسه کوي .هغه کسان چي فلسطيني زورلاروته وسلي ورکوي سم ندي پيژندل شوي .ميرمن رو ويرا ژياته کړيده مګردا ټولوته معلومه ده چي څوک اسراييل په وسلو سنبالوي داوايي:

تقريبا ټول هغه څه چي مونږ په غزي کي ميندلي دي دامريکا په متحده ايالتونوکي جوړ شويدي .اوټول معلومات په ګډه داانځور سړي ته باسي چي اسراييلوته په سلوکي 95 ليږدول شوي وسلي او ګولۍامريکايي دي.