1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ai: يوازي مهمه دابه وي چي کرزی بيا وټاکل شی او بيا د اسلاميستانو سره کار وکړي

۱۳۸۷ مهر ۵, جمعه

په المان کي د امنستي انترنشنل د افغانستان د برخي مسؤله کارولا شاف ډير داسي ټکي بيانوي چي د دغي ټولني له نظره د بحث وړ دي او بايد د افغانستان د حکومت لخوا پرې غور وشي.

https://p.dw.com/p/FPVc
د Amnesty International نښان
د Amnesty International نښان

تيره اونۍ د امنستي انترنشنل د نړيوالي ټولني يو رپوټ په برلين کي خپورسو. په دې رپوټ کي د افغانستان وضعه د کړاو له لحاضه تر پخوا لږ څه ښه ښودل شوی.

کارولا شاف وايی: د پرويز کامبخش په اعدام محکوميدلو قضيه چي لا هم دوام لري. خو سړی نه پوهيږي چي اولسمشر به څرنګه عمل وکړي. راتلونکی کال بيا ټولټاکني دي، کيدای سي چي دا دده لپاره بې ارزښته وي . او پريږدي چي اعدام سي يوازي مهمه داوي چي دی بيا وټاکل سي. او دی بيا د اسلاميستانو سره وړاندي کار وکړي.

بله موضوع د ملکي کسانو قربانۍ دي، هغه که څه د نړيوالو ځواکونو له خوا او يا هم د طالبانو يا القاعدې لخوا چي ځان وژونکي بريدونه کوي وي.

د امنستي انترنشنل د افغانستان د برخي مسؤله کارولا ساف، دغه راز د ښوونځيو د تړل کيدو او يا هم ښوونځيو ته د ماشومانو دنه تګ له امله هم انديښنه لري او وايي: بيا ډيري ښوونځۍ تړلي دي، ځکه د هغوي پلورنه نه غواړي چي ددوی ماشومان ښوونځيوته ولاړ سي. او دا زياد تره د پښتنو په سيمو کي دي. په دې سيمو کي ښوونکي تعقيبيږي او ګواښل کيږي، زه له شخصي خبرونو څخه خبره سوم چي تير کال يو ښوونکی ووژل سو. او همداشان ډيري وراني سوي او سوزول سوي ښوونځۍ هم په هيواد کي ليدل کيږي او بيا هغه پلرونه او ميندي چي خپل زامن او لوڼي له دې امله ښوونځيو ته نه پريږدي.

په افغانستان کي لاهم د پخوانيو رواجونو سره سم نجوني په واړه عمر او ددوی له خوښي پرته په جبر او زور سره واده کيږي.
په افغانستان کي لاهم د پخوانيو رواجونو سره سم نجوني په واړه عمر او ددوی له خوښي پرته په جبر او زور سره واده کيږي.انځور: AP

په افغانستان کي لاهم د پخوانيو رواجونو سره سم نجوني په واړه عمر او ددوی له خوښي پرته په جبر او زور سره واده کيږي. چي بيا ډيری يې د ژوند د ناکراريو له امله له کوره تيښتي ته اړکيږي. دا موضوع هم د امنستي انتر نشنل د ټولني لپاره د پام وړ ده چي په دې هکله کارولاشف، وايي: ډيري هغه مېرمني چي په ګوته شوی مېړه نه غواړي او ياهم په کور کي د مېړولخوا رټل شوي دي د کوروڅخه تښته کوي. په دې ډول پيښو کي د 16کلنو اجباري ودونه دي. داچي ښځي په دې برخه کي حقونه نه لري په دې هکله به امنستي انترنشنل وړاندي دعوا کوي. دغه راز يو مېرمن حق نه لري چي يوازي محکمې ته ولاړه سي، ددې سره حتماً بايد یو نارينه وي، دا اکثراً ستونزمنه ده ځکه ډيري نارينه نه لري، يامړه سوي دي، يا وژل سوي دي او يا هم ځانونه پټوي. ځکه په داسي قضيو کي ګډون نه غواړي. پرته له دې کوم مېړه غواړي له مېرمني سره محکمې ته ولاړسي چي له مېرمني څخه جلا سي. دا يو مېړه هم نه غواړي. په دې توګه دا ستونزمنه ده ځکه مېرمن په دې رخه کي حقونه نه لري. په دې هکله بايد دلته په هيواد کي بيړنی پوهاوی وشي.

د امنستي انترنشنل د نړيوالي ټولني د افغانستان د څانګي مسؤله کارولاشاف، يوه بله موضوع هم يادوي او هغه داچي په پوځي حملو کي ملامت څوک نشي موندلای په دې توګه بهرنيان هم تر بريدونو لاندي راځي.

په اساسي قانون کي راغلي دی چي د قانون په وړاندي ښځه او نر يو شان دي خو دا د اسلام او شريعت سره تضاد لري
په اساسي قانون کي راغلي دی چي د قانون په وړاندي ښځه او نر يو شان دي خو دا د اسلام او شريعت سره تضاد لريانځور: dpa

کارولاشاف وايي: ايساف څه نا څه درې کاله د مخه د ايتلاف د پوځونو تر قوماندې لاندي راغلی، او د ايتلاف د ځواکونو مشر يو امريکايي دی. په دې توګه نن څوک نشي توپيرولای چي بريد د چا له خوا سوی، د ايساف، امريکايانو، انګليسانو او يا د چا لخوا، ځکه نو ايساف هم هغه کرښي ته برابر سوی چي څوک يې نه غواړي.

او دا زموږ لپاره ډيره ستونزمنه ده. ځکه موږ بايد د اکتوبر په مياشت کي پريکړه وکړو چي په افغانستان کي به زموږ د سرتيرو راتلونکې څه ډول وي. خويو تړون سته چي د هغه په اساس سړی نسي کولای ووځي.

کارولاشاف ، په افغانستان کي د نورو هيوادونو د مرستي ترڅنګ په خپله د هيواد لخوا د ډيرو برخو په لاس کي اخيستنه يادوي. داوايي: د پاريس کنفرانس له کرزي څخه هيله وکړه چي مختلفي برخي بايد په خپله په لاس کي واخلي. په تيره بيا عدلي برخه چي تر اوسه هيڅ نه ده جوړه سوې. په 2001 – 2002 کلونو کي د محکمو او زندانونو برخه ايټالويانو په غاړه اخستې وه، دوی غوښتل د تليفون له لاري هرڅه سم کړي. دوی بايد نوی عدلي قانون جوړ کړی وای او د زندانونو غم يې خوړلی وای. خو سره له دې د 2004 ميلادي کال څخه نوی اساسي قانون تر اجرا لاندي دی. که څه هم چي په دغه قانون کي راغلي دی چي د قانون په وړاندي ښځه او نر يو شان دي. خو دا د منلو وړ نده، ځکه دا د اسلام او شريعت سره تضاد لري.