1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان نجونو ته د آنلاين زده کړو شرايط برابر دي؟

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ بهمن ۴, سه‌شنبه

په افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو تر بنديز وروسته د هغوی د زده کړو د دوام له پاره يوشمېر آنلاين ټولګي پرانيستل شوي. خو په داسي يوه هيواد کي له افغانستان انلاين ټولګي ګټه لري؟

https://p.dw.com/p/4Mdaw
آرشیف: په مزار شریف کي د نجونو زده کړي
آرشیف: په مزار شریف کي د نجونو زده کړيانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

آنلاین زده کړې چې د برېښنايي وسیلو لکه کمپیوټر، ګرځنده تلیفون، لپټاپ او انټرنیټ په کارولو سره د مهارتونو او پوهې ترلاسه کولو یو میتود دی او په پرمخ تللو هیوادونو کي په ورستیو کلونو کي ډیر ریواج شوې په افغانستان کي له ستونزو سره مخ دی.

یوشمیر کسان آنلاین زده کړي د افغان نجونو له پاره مناسب درسي میتود ځکه نه بولي چې په خبره یې هلته د امکاناتو نه موجودیت د دې لامل ګرځیدلی چې غوڅ اکثریت زده کوونکي له دې ډول زده کړو څخه بې برخي پاتې کیږي.

په کندهار ولایت کي د یوه ښوونځي استاد رحمت الله امید وايي زموږ ټولنه نه د آنلاین زده کړو له پاره نه مالي نه تخنیکي ظرفیت لري او نه هم دا هغسې ټولنه ده چې آنلاین زده کړي ورته د حضوري ټولګیو یو بدیل وګرځي. هغه ټولنې چې پکې آنلاین زده کړي کیږې موږ او هغوې لا سره ډېر لري یوو: «په افغانستان کي انټرنیټ ګران دی، د خلګو په وس پوره نه دی، خلګ برېښنا نه لري، په ډیرو ولسوالیو کي ټلفوني شبکي کار نه کوي کندهار چې د افغانستان مهم ولایت دی آنلاین زده کړو ته لاسرسې پکې ستونزمن او دوامداره بریښنا نه لري نو د ليري پرتو ولایتونو او ولسوالیو موضوع خو لا پریږده یواځي هغه وخت موږ له ښه تعلیم څخه برخمن کیږو چې مکتب ته ولاړ شوو»

آلمان غواړي افغان نجونو ته په بهر کې د لوړو زړه کړو زمينه برابره کړي

عایشه د هرات ولایت اوسیدونکې چې د طالبانو تر راتګ مخکې یې لسم ټولګی پای ته رسولی وو ورورسته یې په یوه آنلاین روزنیز مرکز کي د زده کړه بهیر پیل کړ واېې موږ په لړیو ورځو کي ۴۹ نجونو آنلاین زده کړي پیل کړې خو دوې اونۍ وروسته تعداد ۸ نجونو ته را ټیټ شوو ډیرو انټرنیټ نه درلود او یا انترنیټ دومره ضعیف وو چې د استاد غږ مو نشوو اوریدلای، نو صنف مو لغوه شوو:

«کله چې زموږ آنلاین صنف لغوه شوو ما کوښښ وکړ د عطاېې کورس ته ولاړه شم او هلته انګلیسي زده کړم لومړی کتاب مي خلاص کړ وروسته طالبانو کورسونه هم بند کړل اوس نو پر کور ناسته یم»

آرشیف: کابل د نجونو څخه د پوهنتون د آزموینې اخیستلو انځور
آرشیف: کابل د نجونو څخه د پوهنتون د آزموینې اخیستلو انځورانځور: Majid Saeedi/Getty Images

په هرات کي څو میاشتي کیږې د معراج خصوصي ټلویزیون څخه د اوم تر دوولسم ټولګیو پورې د زده کړو انلاین بهیر پر مخ درومي. د دې پوهنیز بهیر او خصوصي ټلویزیون مسئول حبیب الله فراهي وايي، هم په ورځني ډول د زده کړو بهیر خپروو او هم په ټولنیزو پاڼو کي د تدریس هره برخه خپرو خو واېې زموږ غیرې رسمي زده کړه ده چې هیڅکله د حضوري او رسمي زده کړو ځاې نه نیسې.

فراهي دویچه ویله ته وویل: «موږ ته طالبانو یواځي د تلویزیون له لارې د تدریس د پخش اجازه راکړې، نه یې راسره کومه مرسته کړې او نه هم فارغ شوو شاګردانو ته کوم سند ورکول کیږې ځکه دا یو غیرې رسمي د زده کړو بهیر دی. موږ ادعا نه کوو چې دا به د ښوونځي ځای ونیسې خو بیا هم په اوسنیو شرایطو کي زموږ دا کار له وسه پوره او هرکلي يې شوی دی.»

که څه هم آنلاین زده کړه په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې اوس یو عادي طریقه ګرځیدلې، په ځانګړې توګه د کرونا وبا وروسته یاد درسي میتود لا پراخه شوو، خو کارپوهان وايي دا طریقه د افغانستان له پاره ځکه اوس ډیره ګټوره نه ده چې په په دې هیواد کي د آنلاین زده کړو د پرمخ وړلو لازم امکانات نشته.

م.م. له طالبانو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي

د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار وايي، اوس شاوخوا څلور ميليونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې آنلاين ښوونځیو کي خو یواځي محدود شمیر نجوني ګډون کولاې شې.

هغه زياته کړه چې په آنلاین ټولګي کې د شاکردانو او استاد ترمینځ مخامخ تعامل نسته او بل دا چې په یو اکاډمیک محیط کي شاګردان، کردار، رفتار وطندوستي او ډیر هغه څه زده کوي چې په آنلاین زده کړو کي ممکن نه دي: «آنلاین زده کړي یو بدیل دی، خو هیڅکله د حضوري زده کړو ځای نه شې نیولای ځکه دې میتود ته لاسرسی آسانه نه دی تاسو باید ډیر مصارف وکړي او مالي امکانات مو په واک کي وي ترڅو آنلاین درس و وایاست هغه څه چې زموږ ډیر شاګردان ترې بې برخي دي.»

د یادونې وړ ده چې سږکال په ټوله نړۍ کې د جنورۍ ۲۴ د پوهنې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د منځنیو او لېسو د ښځینه زده کوونکو سربیره د پوهنتونونو او لوړو زده کړو پر محصلینو هم د پوهنیزو مرکزونو دروازې تړل شوي دي.