1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

70 کاله دمخه : د پولينډ پرشرق باندي د شوروي اتحاد يرغل

۱۳۸۸ شهریور ۲۶, پنجشنبه

پداسي حال کښي چه د جرمني لخوا پر پولينډ باندي د 1939 کال د سپټامبر د 1حمله په ټولو تاريخي کتابو کښي ځای لري،نو بياپر پولينډ باندي د شوروي اتحاد د همدغه کال د سپټامبر د 17 پرحملې باندي څوک څه نه وايي .

https://p.dw.com/p/Jj2c
د پولينډ تر اشغال وروسته په وارسا کښي د شوروي نظامي پريټ
د پولينډ تر اشغال وروسته په وارسا کښي د شوروي نظامي پريټانځور: ullstein bild

يو 90کلن پولينډی چي ميخاييل پيوتروفسکي نوميږي ،اودبريسلاو اوسيدونکی دی، د1939کال دسپتمبر دمياشي 17 نيته چي شوروي اتحادد پولينډ پر ختيځ باندي بريد وکړ، راپيادوي او وايي:

داديوې ډيري زورونکي اوتباه کونکي جګړې پيل وو. ما څوالوتکي چي په پرلپسې ډول راتلې، وليدلې . دوی ډيري ټيټي الوتې، او بمونه يې يو په بل پسې اچوله . روسانو پر هرشي باندي بمونه غورځول، او له ځمکي څخه هم پر دوی باندي ډزي کيدلې . مونږځانونه هيڅ چيري پټولای نشوای . سره پوځ زمونږ په مقابل کي له ډيري بيرحمۍ څخه کارواخيست . دا ډيره خرابه تجربه وه چي ماوکړه .

پيوتروفسکي هغه مهال 20 کلن ؤ. دی ليمبرګ ته نژدې په يوه کلي کي اوسيدۍ،چي هغه مهال دپوليندبرخه وه،او اوس په اوکراين پوري اړه لري . د هغه وخت څخه اوس 70 کاله تيرشو ي دي ،خو دده داجګړه داسي په ياد ده لکه پرون چي و ه.پيوتروفسکي وايي:

« زماموراوپلار،زه، اودکلي ځيني نورخلک دسره پوځ له لاسه ځنګله ته وتښتيدو . مونږفکر کړی وو چي هلته ځانونه پټولای شو. خوهلته هم روسان وه ،اوپر مونږ باندي يي بيله دې چي وپوښتي چي تاسي څوک ياستۍ، ډزي کولې .نو مونږ بيا خپل کورته بيرته لاړو . پدې وخت کي زمونږ کورته نژدې دوه بمونه ولويدل . دادحيرانتيا ځای دی چي زه ځنګه ژوندی پاته شوی يم . پر پولينډ باندي دشوروي اتحاد يرغل دالمان په مصلحت شوی وو . دهيتلر اود ستالين د1939کال داګست د23ورځي په تړون کي راغلي وه،چي پوليند به نيسي، او هغه به بيا په خپلو منځوکي سره ويشي . دشوروي اتحاد تر بريد وروسته بندي ګرت ، شکنجې، له خپلوکورونو اوځايونو څخه په ډله ايزه توګه دخلکو شړل ،اوپه بل ځای کي ميشته کول، دپولينډيانواو زيادتره منصبدارانو، عسکرو او روڼ آندو چانواري کول روان وه . د 700000څخه تر يو مليونو کسو پوري دروسيې دپوځي فشارونو قرباني وګرځيدل . دروسيي دې قبضې يونيم کال يعني ترڅوچي المان د1941کال دجون پر 21 نيټه پر شوروي اتحاد باندي حمله وکړل ،دوام درلود. داروپا دپارلمان غړي روزڅوفسکي پدې اړه واي :

«ددغه يونيم کال په اوږدوکي شوروي اتحاد د5 لکو او يو مليونو انسانانوترمنځ دختيځ ليري پرتو دشاقه کار کمپونوته بوتلل ،اودشوروي اتحاد دداخله وزارت لخواڅوزره پولينډي منصبداران ووژل شول . يوازي پدې خاطر چي دوی پولينډيان وه .خو هغه وخت چي پولينډ کمونيستي هيواد ؤ،دشوروي اتحاد جنايتونه اوناکردې پټي شوې، يابل ډول وښودل شوي، اوياداچي بيخي چپتيا پرې غوره شوه . که څه هم په ښکاره دشوروي اتحاد پر دغه ناوړه اعمالو باندي څه نه ويل کيدل، خوکورنيو په خپلو منځوکي خبري ورباندي کولې . روزکوفسکي پدې اړه وايي:

«ورو رودپولينډيانوپه آګاهۍ کي هم تغير راځي . ډيری پولينډيان اوس پدې پوهيږي چي د1939کال دسپتمبرپر17نيټه څه خبره شوې وه . اودانيټه په پولينډکي د1939کال دسپتمبر له لمړۍ نيټي سره يو شانته بلل کيږي .په سلوکي73 پولينډيان پدې عقيده دي چي ددوهمي نړيوالي جګړې په شروع کيدوکي شوروي اتحاد هم شريک کوو . دروسيي حکومت هم پدې وروستيو کي پر پولينډباندي تورولګاوه چي ددويمي نړيوالي جګړې په منځته راتلواودخپل دولت په ځپل کيدوکي يي نقش درلوده . دا خبره دپولينډ دخلکو دډيري غوصې سبب کيږي ،او ددواړودولتونو اړيکي يې خړي پړي کړيدي . نونه يوازي دشوروي اتحاد يرغل، اودهغه قبضه دوګړوپر ‌ذهن باندي ژوراثرلري ، بلکه تر نړيوالي جګړې وروسته دشوروي اتحاد لخوانصب شوی حکومت هم دخلکو په زړونوکي داغ پرېيښی دی .

برونسکا/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري