30000 امريکايي عسکر بايد دافغانستان په جنوب کي ځای پرځای سی
۱۳۸۷ دی ۹, دوشنبهښه به دا وي چی په جنوب کی ځای پر ځای سی . هغه دغه سیمه د افراطینو پر ضد د جګړی مهمه جبهه وبلله.
د 2008 خونړی کال څخه وروسته انتظار کیږی چی امریکا افغانستان ته 30 زره نور سر تیری هم واستوی تر څو د هغو 70 زرو نړیوالو ځواکونو سره مرسته وکړی چی همدا اوس د ناټو او متحده ایالاتو تر قوماندی لاندی په عملیاتو بوخت دی.
هالنډی تورن جنرال مارت کریوفت خبریالانو ته وویل، تراوسه پوری روښانه سوې نه ده چی د دغو نووځواکونو څه شمیر به یې د جنوب په سیمه ایزه قوماندانۍ کی ځای پر ځای سي . په دغه قوماندانۍکی کندهار او هلمند شامل دي، کومی سیمی چی د سختو نښتو په ډګرنو بدلی شوي دي.
د ناټو دغه جنرال خپله دا غوښتنه د خبریالانو په وړاندی په کندهار کي یاده کړه اوويې ويل چي: «زه کولای سم تاسو ته همدومره ووایم ، چي دغه سرتیری باید هغه ځای ته واستول سی چی ګټه ورسوی، چیري چی د پوځی لحاظه ورته اړتیا ده او دغه اړتیا په هلمند او کندهار کی موجوده ده .»
د امریکاد متحده ایالاتو پوځ تر اوسه پوري داسي ښودلې ده چی د هغوی ډیری نوي سر تیري به د افغانستان ختیځ ته واستول سی، چیري چی هم شورشیان ډیر فعاله دی او یوه برخه به یې پلازمینی کابل ته نژدې ځای پرځای سي .
د ناټو تر مشرۍ لاندي نړیوال امنیتی مرستندوی ځواک ، آیساف، په جنوب کی یوازي 18100 سرتیری په اختیار کی لري چی ډیری یی کاناډایان، بریتانویان او هالنډیان دی . آیساف مجموعاً په ټول افغانستان کی 51 زره سرتیر ی لری.
جنرال کریوفت یادونه وکړه چی همدا اوس د کندهار په پوځی هوایی ډګر، د جنوب دسیمه ایزی قوماندانی په مقر او دهلمند په پوځی هډه کی چیري چی ډیری یی بریتانویان دی، د نوو امریکایی سرتیرو دپاره د ودانیو دجوړولو کار پیل شوی دی.
ده وویل : « موږ د ودانیو په جوړولو اخته يو، ځکه ډير پوځی تحرکات د کندهار څخه صورت نيسي ، بیا به وکتل سی چی نوی عسکر چیرته واستول سی .»
د ناټو هالنډی جنرال، دی کریوفت، چی د نومبر په میاشت کی یې په جنوب کی د سیمه ایزی قوماندانی قومانده په غاړه واخیسته، وویل: « یاغیانو په دې کال کی د نا پیژندل سوو چادونکو موادو یا IED استعمال زیات کړی دی .» ده د خبریالانو دا تبصره رده کړه چی ګواګی په سیمه کی امنیت نور هم خراب شوی ، هغه وویل :« زه ددې خبری سره موافق نه یم چی امنیتی وضعیت نور هم خراب سوی دی، زه وایم چی وضعیت بدل سوی دی . ښکاره ده چی یاغیان مجبوره سوي چی خپل تاکتیک ته بدلون ورکړی، هغوی دغټو حملو څخه ناپيژندل سوو چادونکو وسایلو ته مخ اړولی ، هغه چی محلی خلک یی تر حملواو بيری لاندی نیولی دی .»
دبلي خواد جرمني د خبری آژانس DPAد رپوټ له مخی چی د یوه ولایتی امنیتی چارواکی د خولی يې ورکړی دی،په سپین بولدک کی په یوه چادونه کی نن ترغرمی وروسته دوه تنه ملکي خلګ ووژل شول چی یو یې یو کوچنی ؤ. د پولیسو قوماندان مطیع الله قاطع وویل چی دغه دوه بمونه په لاسی کراچیو کی پټ سوي وه ،او د ریموت کنټرول په واسطه هغه وخت وچاودل چی د سیمی دولسوال موټر تیریدۍ . دده د وینا له مخی په دغه چادونه کی 21 تنه نور ټپیان سوی هم دی، خو ولسوال دحملی څخه روغ رمټ پاته سوی دی.
د آیساف د جنوب دسیمه ایزی قوماندانی قوماندان، جنرال کریوفت چی پرون په کندهار کی خبریالانو ته خبری کولی، یادونه وکړه، دی په 2009 کال کی د نووامریکایی سرتیرو په راتلوسره د یاغیانو پر ضد د نوو پوځی بریالیتوبونو هیله من دی ، بیا په خاص ډول چی د افغانستان د ملی پوځ ظرفیت هم لوړ سي.