[No title]
۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبهاعلان
د المان غږ هر ورځ یوه نیم ساعته مجله د افغانستان د پیا رغونې په اړه چمتو کوي او بیا ئې په افغانستان کې د محلي راډیوگانو له لارې افغانانو ته اوروي. به دې راډیويي نیم ساعته مجله کې د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه په پښتو او درې ژبو د بیا رغونې په اړه رپوټونه، د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره مرکې، د خلکو غږ، موسیقي، د ورځې خبرونه او نور مطالب خپریږي.