1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

یوې چاودنې په بلخ ولایت کې ۱۴ کسان ووژل

افغان چارواکو ویلي دي چې د چهار شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې یوې چاودنې ۱۴ کسان وژلي او ډیر نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه د عاشورا تر مراسمو وروسته رامنځ ته شوې ده.

اوډيو واورئ 02:38

د بلخ ولایت د پولیسو له ویاند سره د وروستۍ چاودنې په اړه مرکه

د بلخ ولایت یوه ویاند منیر فرهاد، په دې اړه ویلي دي: «په چاودنه کې ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي. چاودنه د بلخ ولسوالۍ په بازار کې هغه وخت رامنځ ته شوې چې د عاشورا مراسم پای ته نزدې ول.»

تر دې مخکې په کابل کې هم د عاشورا پر مراسمو برید ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته کړې وه.

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه