1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

یوه افغانه مور د خپلو ماشومانو مخ ته په آلمان کې وژله شوې

یوه افغانه میرمنه په آلمان کې د خپلو ماشومانو مخ ته په چاقو وهل شوې او وژل شوې ده. تر اوسه پوري لا د دې قتل لامل روښانه نه دی. د پیښې په تړاو یو شکمن نارینه نیول شوی دی.

د آلمان پولیس د یوې ښځې چې دوه ماشومان یې لرل د وژني پېښه څیړي. دغه ښځه په چاقو وژل شوې. پیښه د بایرن ایالت په وړوکي ښار پرین آم کيمزي، کې رامنځ ته شوې ده.

د بایرن پولیسو ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې روښانه شي ولي نیول شوي شکمن کس، د دې ښځې په قتل لاس پوري کړی دی. د روزنهایم ښار د پولیسو یوه ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي دي: «موږ تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ دقیق معلومات په لاس کې نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان بیلد ورځپاڼې ویلي دي چې دغه ۳۸ کلنه ښځه ښايي مسحیت ته اوښتې وه. د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې دغه موضوع به هم د پیښې په اړه د څیړنو پر مهال وپلټي.

ښځه د شنبې ورځي په ماښام د هغې د ماشومانو په مخکي وژل شوې ده. پیښه په عام محضر کې د یوې لویې مغازې مخې ته رامنځ ته شوې ده.

ښځه تر هغه وروسته چې څو واري په چاقو ووهل شوه، روغتون ته هم ولیږدول شوه، خو بیا یې هلته سا ورکړه. د پولیسو په حواله نیول شوی شکمن کس یو ۲۹ کلن افغان دی. دغه کس تر دې مخکې په یوه رواني روغتون کې بستري وو.

هغه ماشومان چې د خپلې مور د وژنې پیښه یې په خپلو سترګو لیدلې ده، اوس د آلمان حکومت له خوا ساتل کیږی.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM