یونان؛ د اروپا په جنت کې د افغانانو دوزخ | بشري حقونه | DW | 16.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

یونان؛ د اروپا په جنت کې د افغانانو دوزخ

نیمه شپه ده، د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې، پنځه تنه افغان زلمي په یوه بېړۍ کې ناست دي او په وارخطایۍ سره د بېړۍ راشبېلونه وهي. قاچاقچیانو هغوی ته ډاډ ورکړی وه، چې له اتو ساعتونو وروسته جنت؛ یعني یونان ته رسیږي.

د احمد کریم (نوم مستعار دئ) په وینا هغه مهال، چې وړوکې بېړۍ، د یونان سمندر غاړو ته رسيږي، نو تازه را رسيدلي وګړي، د پرښتو د آوازونو پر ځای، د یونان د امنیتي ځواکونو ډزې اوري:

«د پولو پولیسو موږ ونیولو او بېرته ئې په یوه بیړۍ کې کښينولو. ترلږ ځنډ وروسته هغوی موږ له سره د ترکیې یوه ناهستوګن ټاپو ته نزدې، اوبو ته ور وغورځولو.»

۲۴ کلن کریم باید یو ځل بیا د ځان ژغورلو له پاره لاس او پښې ووهي. یوه ترکي کب نیونکي هغه او د سفر نور ملګري ئې وژغورل. هغوی د زرهاوو ستونزو په ګاللو سره بیرته استنبول ته ستنېږي او څو اونۍ وروسته، یو ځل بیا د لویدیځې اروپا په لور تکل کوي.

زرګونه افغانان هرکال هڅه کوي، چې د کریم په شان، پخپل هیواد کې له جګړې او بې سرنوشتۍ څخه وتښتي. څه باندې دېرش کاله وشول، چې په افغانستان کې جګړې غوبل پیل شوی دئ. د امریکې د متحده ایالاتو او ناټو له دخالت سره سره، تر دې مهاله په دې هیواد کې سوله نه ده رامنځ ته شوې.

ډېری افغانان له دې حالته پزې ته رسېدلي دي؛ ځکه نو خپل ژوند او برخلیک د هغو قاچاقچیانو په لاسونو کې ورکوي، چې هغوی په یوه اروپایي هیواد کې د ارام ژوندانه په وعدو تیرباسي. د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د لوړې کمیسارۍ ویاند شتفان تلوکن، وایي چې له دغو کډوالو څخه یوازې لږ شمیر ئې خپلو موخو ته رسيږي.

تلوکن د انسانانو د قاچاق د ډلو په اړه وایي: «دلته موږ له هغو وګړو سره مخامخ نه یو، چې غواړي له بیځایه شوو انسانانو سره مرسته وکړي. قاچاقچیان د خپل کار په بدل کې پیسې اخلي. د بیځایه شوو وګړو د مړینې په اړه ډیر راپورونه موږ ته رسیدلي دي. قاچاقچیان یا هغوي وژني، یا ئې د لارې په منځ کې خوشې کوي.»

په څو پړاونو کې بېځایه کیدل

بیځایه شوي افغانان ډیر وخت استرالیا او یا اروپا ته د رسیدو په هیله خپل هیواد پریږدي. هغوی چې غواړي په استرالیا کې د پناه اخستلو غوښتنه وکړي، باید د پاکستان، مالیزیا او اندونیزیا اوږده لاره ووهي. احمد کریم، چې غوښتل ئې لویدیځې اروپا ته وتښتي، باید د ایران، ترکیې او یونان لاره ئې غوره کړې وای. ډیری افغانان، د مالي امکاناتو د کموالي له لامله، په څو پړاونو کې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کوي.

په ناقانونه توګه، له افغانستان څخه یوه اروپایي هېواد ته تلل، د وګړي پر سر په اوسط ډول ۱۵ زره امریکايي ډالره لګښت غواړي. د ساري په توګه کریم په خپلو پیسو یوازې تر ایران پورې ځان ورساوه. هغه بیا په دې هیواد کې د خپل پاتې سفر مصرفونه چمتو کړل. کریم په ایران کې خپل پاتې کیدل، د خپل ژوند داسې بده دوره ګڼي، چې د خوښۍ شېبې پکې په شمار وې:

«په ایران کې تا ته د بېځایه شوي افغان په سترګه کتل کېږي او ناوړه چلند درسره کېږي. لږ تر لږه زما تجربه دا ښيي، چې د ایران په هیڅ برخه کې له تا سره د یوه انسان په توګه چلند نه کېږي.»

د هغو کډوالو یوه برخه، چې په ایران کې ژوند کوي، اروپا ته د تللو اراده لري. کریم درې کاله، د ایران په خاوره کې، د خپلوانو او اشنایانو کره هغه هم په پټه ژوند وکړ. هغه د اروپا د سفر د خرڅ پوره کولو له پاره ډیر وخت په کانونو کې کار کاوه. هغه له هیڅ سخت کار څخه مخ نه ګرځاوه. تر هغه چې پوره اندازه پیسې ئې زیرمه کړې او بیا د یوې قاچاقچۍ ډلې په مرسته ترکیې ته واوښت. کریم یو کال د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې، په ناقانونه توګه کار وکړ او وروسته د یونان په لور وخوځید. یونان ته د ننوتلو په لومړۍ تجربه کې ناکام شو؛ خو دویم ځل بخت ورسره ملګری وه. دا ځل پولیسو هغه اوبو ته ونه غورځاوه؛ بلکې آتن ته ئې ولېږه چې هلته مسئولو مقاماتو ته ځان ور وسپاري.

آتن او نوي دوستان

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د لوړې کمیسارۍ ویاند شتفان تلوکن، وایي چې یونان د کډوالو په اړه مشخص سیاست نه لري:

«له یوې خوا یونان په ټولیزه توګه په یوه سخت سیاسي او اقتصادي وضعیت کې دئ او له بلې خوا د پناه اخستلو له پاره د لسهاوو زره غوښتنلیکونو له کبله د دې هیواد د پناه ورکولو سیستم ړنګ شوی دئ او کار نه کوي. د پناه غوښتونکو چارو ته د رسېدلو له پاره لازمې وړتیاوې او ظرفیتونه نه شته. ډیری کډوال په ډېر ناوړه حالت کې ورځې شپې تېروي. دولت په هغه دریځ کې نه دئ، چې د پناه غوښتونکو چارو ته ورسیږي.»

دغه ځوانان د مېاشتو او کلونو لپاره د اتن په کوڅو کې بې سرنوشته پاتې کېږي.

دغه ځوانان د مېاشتو او کلونو لپاره د اتن په کوڅو کې بې سرنوشته پاتې کېږي.

کریم په اتن کې یوازې نه دئ. هغه هلته له خپلو زرګونو نورو هیوادوالو سره اشنا کيږي، له ځوانو مجردو سړو او دا شان له داسې کورنیو سره اشنا کيږي، چې څو اولادونه لري. ټول هڅه کوي چې د لویدیځې اروپا په نیت له یونان څخه پښې سپکې کړي. دوی ټول د اروپا په فرهنګي پلازمینه کې د خپل ژوند په اړه عجیبه دردونکې کیسې لري. د کریم نوي دوستان په لومړي ګام کې هغه ته یو لوی پارک ورښیي چې د «ماتې بېړۍ» د پاتې شونو ټولنځای دئ.

افغانان کرۍ ورځ هلته را ټوليږي، چې له قاچاقچیانو سره اشنا شي. هغوی چې پیسې او ښې تالې لري، له داسې قاچاقچیانو سره مخامخیږي، چې په رښتیا هم اروپا ته د هغوی د رسولو له پاره هلې ځلې کوي. او هغوی چې پیسې نه لري هڅه کوي، چې یوازې ځان د المان او فرانسې په لور ولاړ شي. د یوې ډلې له پاره هم داسې ضمانت نه شته، چې هغوی به روغ رمټ مقصد ته رسیږي. ډیری وګړي په لاره کې تلف کیږي، یا هم میاشتې میاشتې د شاوخوا هیوادونو زندانونو ته ورلویږي. هغه وګړي، چې زندان ئې تیر کړی دئ، کریم ته نصحیت کوي چې مړینه تر زندان ډیره غوره ده.

په پیل کې کریم له یو بل افغان ځوان سره، د هغه په کرایي خونه کې ژوند کاوه. نوموړي ځوان نور د دې وس نه درلود، چې د خونې درې سوه یورو کرایه ورکړي. خونه ډیره وړوکې وه. دوه توشکان سم نه په کې ځایېدل. دوی دواړو په اونۍ کې یوازې یو ځل، هغه هم د پنځلسو دقیقو له پاره د حمام کولو اجازه ترلاسه کوله.

کډوال که له ښاره بهر وځي نو له دوو ګواښوونو سره مخامخ کېږي. لومړی د پلازمینې پولیس او دویم فاشستي ډلې. د کریم په خبره دواړه ډلې یوه ګډ ټکی سره لري او هغه د کډوالو وهل او ربړول دي. له ټولو ستونزو سره سره، کریم په لومړیو څو میاشتو کې ښه احساس درلود. هغه وایي: «هر هغه وګړي چې د ایران دوزخ تجربه کړی وي د یونان په دوزخ کې ځان جنتي بولي.»

د قاچاقبر ډېرې پیسې او د ورځني خوراک غم

قاچاقبران له یونان څخه لویدیځې اروپا ته د هر وګړي د اړولو په بدل کې پنځه زره یورو غواړي. مسافر د هوا، ځمکې او سمندر له لارې استول کېږي. د شرایطو له قبلولو وروسته، کډوال یوه صراف ته ور پېژندل کیږي. کډوال اړ دي چې منل شوې پیسې له صراف سره د امانت په ډول کښېږدي. پریکړه داسې وې، چې کډوال د موخې ځای ته له رسیدو وروسته صراف ته زنګ ووهي او ورته ووایي، چې ورسره ایښې پیسې قاچاقبر ته وسپاري.

کریم په اتن کې له خپلو نویو دوستانو څخه د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کوي، خو د کریم په نویو اشنایانو کې داسې څوک نه تر سترګو کیږي، چې دومره زیاتې پېسې دې ولري! ډیر ژر د کریم دې ته پام ور اوړي، چې کډوال په یونان کې هیڅ راز قانوني حق نه لري، او له هغو سره هیڅ راز مرسته نه کیږي. کډوال اړ کیږي چې له یوې خوا خپل ورځنی لګښت برابر کړي او په خوا کې ورسره، د خپل سفر له پاره پېسې وسپموي.

د کډوالو له پاره په یونان کې د کار امکانات ډیر لږ دي. ډیری افغانان اړ شوي دي چې د را ټولو شویو خځلو له منځ څخه پلاستیکي بوتل راټول کړي. خو اتن د کار وړ دومره خځلې نه لري چې په ښار کې د ټولو شته افغانانو ګیډې مړې کړي. کریم د یونان د پلازمینې د هغو دوو لویو کلیساګانو یادونه کوي چې د کډوالو د ستونزو په درک سره په یوه ورځ کې دوه ځله هغوی ته خواړه ورکوي: «که دغه مرستې نه وای، نو زما په ګډون ډیری افغانان له منځه تلل.»

افغاني بانډونه

خو د کډوالو ستونزې یوازې په دې ځای پای ته نه رسېږي! ځینو افغانانو په آتن کې جنایي بانډونه جوړ کړي دي. هغوی د خپلو هیوادوالو په زورولو او کړولو بوخت دي، او د هغوی سپمولي پیسې په زور ورڅخه اخلي. کریم د یونان په پلازمینه کې شته افغاني بانډونه ښه پېژني:

«هغوی ځانونه قاچاقبر معرفي کوي او له دې وعدې سره، چې ډیر ژر سړی د لویدیځې اروپا یوه هیواد ته رسوي، له کډوالو څخه په چل ول پیسې راشکوي. هغوی کډوال تهدیدوي او تر هغه وخت پورې ئې دربوي چې ټولې پیسې ترې وشکوي.»

«د هغو کسانو له پاره چې د ایران دوزخ ئې تجربه کړی وي، د یونان دوزخ جنت دی.»

«د هغو کسانو له پاره چې د ایران دوزخ ئې تجربه کړی وي، د یونان دوزخ جنت دی.»

د هغو اطلاعاتو له مخې، چې کریم ئې د جنایي بانډونو په اړه لري، هغوی په ښار کې څو کورونه او آپارتمانونه د پټنځایونو له پاره اجاره کړي دي او په ډله ییزه توګه عمل کوي: «د هغوی یوه موخه دا ده چې کورنۍ سره جلا کړي.»

کریم وایي، چې دغه تباه کوونکي په معمول ډول خلکو ته قول ورکوي چې پېل کې د کورنیو ښځې او نجونې او ورپسې سړي اروپا ته لیږي. هغوی ښځې له ځانونو سره اخلي او له ښاره ئې باسي. دغه بانډونه ښځې اړباسي، چې په لومړي ګام کې خپلو کورنیو ته زنګ ووهي او ووایي، چې امن ځای ته رسیدلي دي او خپلوان ئې کولای شي چې د قاچاقبر پیسې هغه چا ته چې هغوی ورپېژندلی دی، وسپاري.

خو دغه ځوانې نجونې او مېرمنې د دې پرځای چې د لوېدیځې اروپا هیوادونو ته ورسول شي، هغوی له ښار څخه د باندې په یوه پټنځای کې بندې ساتل کېږي. پر ښځو جنسي تیری کیږي او ځینې ئې د خپل عفت خرڅولو ته اړ کیږي. کورنیو ته ئې وېل کیږي چې مېرمنې یا لوڼې ئې لوېدیځې اروپا ته په لاره کې دي. څه مهال وروسته بیا دغه ښځې خوشې کیږي. هغوی خپلو کورنیو ته ورګرځي؛ خو هغه څه چې ورباندې راغلي وي، له شرمه ئې چا ته په خوله نه شي راوړلای. خو که ئې ووایي هم، څه شي بیرته په لاس نه ورځي.

کریم څو ځله په بیلابیلو بڼو د دغو بانډونو د توطیو قرباني شوی دئ. هغه خپله شتمني له لاسه ورکړې او وهل ټکول شوی دئ. کریم یرغلګر پېژني او هغوی هره ورځ په ښار کې ویني؛ خو څه ئې په وس نه دي پوره. دا پنځه کاله کیږي، چې دغه افغان ځوان هڅه کوي، چې له یونان څخه ووځي؛ خو نه بریالی کیږي. کله ئې پیسې لږې وي، نور وختونه ئې بیا بخت مخه نه ور کوي او د پولو پولیس ئې نیسي. له دې سره سره کریم افغانستان ته د راستنېدلو هیله په سر کې نه ګرځوي.

خو هغه نه غواړي چې د سختیو پر وړاندې سر ټيټ کړي، ځکه نو وایي: «دا چې دلته مړ شم یا په افغانستان کې توپیر ئې څه دئ؟ که رښتیا خبره شي نو زه او زرګونه تنه نور افغانان چې په دې ښار کې ژوند کوو په اصل کې ژوندي نه یو. موږ له څو کلونو راهیسې مړه شوې یو. ځکه نو د مړینې پروا نه لرو. مړینه موږ ته د بدبختیو پای ته رسیدل دي. مړینه په دې وروستیو وختونو کې زموږ له پاره په یوه ښه دوسته اوښتې ده. او دغه دوسته هره ورځ موږ ته وایي چې زه خو تل له تاسو سره یم ځکه نو هڅه وکړئ چې ژوند مو له لاسه و نه وځي.»

د کریم په شان ډیری افغان کډوال د ښه ژوند ته رسیدو هڅې کوي. هغوی خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي، که پر ځمکه لویږي بیا پر پښو دریږي او خپلې هڅې جارې ساتي. هو، هره ورځ له سره.

رتبیل شامل آهنگ/ مهرنوش انتظاري
ژباړه: وفا سمندر
کتونکی: مسعود جهش