یاغیانو په بامیان کې بریدونه تر سره کړي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 29.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

یاغیانو په بامیان کې بریدونه تر سره کړي دي

په نسبي توگه د افغانستان تر ټولو ارامه ولایت بامیان کې وسله والو یاغیانو بریدونه تر سره کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳م کال کې به د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د بامیان ولایت د امنیې قومندان جنرال جمعه گلدي یاردم، د رویټرز خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې شاوخوا ۲۰ تنه طالبان له گاونډي ولایت بغلان څخه بامیان ته راوښتي دي او د نوموړي ولایت په څو ولسوالیو کې ئې بریدونه تر سره کړي دي.