1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«گاډۍ مې له دوو کرولا موټرو سره هم نه بدلوم»

په داسې حال کې چې نوي او قیمتي موټر یو پر بل پسې روان دي، د سړک هغه بلې غاړې ته یو ځوان د خپلې گاډۍ تر څنگ ولاړ او په لوړ غږ سره وایي: «نوشاد! نوشاد! نوشاد! راځی چې ژر حرکت وکړو ...»

مزار شریف د افغانستان له مهمو ښارونو څخه یو دئ. په دې ښار کې پخوا گاډۍ تر ټولو مهمه نقلیه وسیله وه. خو اوس په مزارشریف کې گاډیانې لږتر سترگو کیږي.

در محمد چې د خپل سپین اس د غاړې پر ویښتو لاس راکاږي، پر پیاده کسانو باندې غږ کوي چې خپلې گاډۍ ته څو نورې سپرلې هم پیدا کړي. په گاډۍ کې دوې میرمنې د انتظار په حالت کې دي.

ډیر وخت په گاډیو کې ښځې او د ډیر عمر وگړي سفر کوي.

ډیر وخت په گاډیو کې ښځې او د ډیر عمر وگړي سفر کوي.

در محمد دوه کاله پخوا په ۴۰ زره افغانۍ آس او گاډي رانیول او همدغه کار ئې خپله دنده وگرځوله. هغه د گاډیوانانو تر منځ د «باسواده گاډیوان» په نوم مشهور دئ. در محمد درې کاله وړاندې له ښوونځي څخه فارغ شوی دﺉ او تر هغې وروسته ئې گاډیواني پیل کړې ده.

د در محمد په گاډۍ کې شپږ تنه ځاییږي. هغه له هرې سپرلې څخه لس افغانۍ کرایه اخلي. د در محمد عاید بد نه دئ، خو هغه وایي له هغه وخت راهیسې چې ریکشاوې (درې ټیر لرونکي موټر سایکلونه) بازار ته راغلي دي، ډیر کم خلک په گاډۍ کې سفر کوي. خو سره له دې هم هغه خوشحاله دئ چې کولای شي د ورځې ۳۰۰ افغانۍ وگټي او د خپلې کورنۍ له پاره یوه مړې ډوډۍ پیدا کړي.

سره له دې چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلا بیلو ښارونو کې نقلیه وسایط لکه ښاري تکسي او ریکشاوې ډیرې شوي دي خو اوس هم د مزارشریف په ښار کې یو شمیر خلک گاډۍ ته ترجیح ورکوي.

میرمن فوزیه چې د خپل ورځني ضرورتونو د پوره کولو له پاره ښار ته راغلې ده، غواړي چې بیرته په گاډۍ کې خپل کورته ولاړه شي. هغه د نورو نقلیه وسایلو په پرتله گاډۍ غوره گڼي. هغه د دې کار له پاره دا دلیل وړاندي کوي: «تر اوسه مې نه دي اوریدلي چې گاډۍ دې ټکر کړی وي. په داسې حال کې چې هره ورځ اورم چې موټرو یا ریکشاوو ټکر کړي دئ او سپرلې ئې وژل شوي یا ټپيانې دي.»

گاډیوانان هم وایي چې د ښځو او سپین ږیرو پرته نور څوک په گاډۍ کې سفر نه کوي. جمعه خان د مزار شریف یو بل گاډیوان دئ. هغه چې له سپرلیو څخه د پیسو اخیستلو په حالت کې دئ خپل ځان داسې راپیژني: «جمعه خان یم، د رمضان قصاب زوې. کور مې د روغتون په کوڅه کې دئ.»

جمعه خان ستړی معلومیږي. هغه د ډیرې گرمۍ له لاسه د گاډۍ په ورستۍ برخه کې ډډه لگولې او د تندي خولې پاکوي او وایي چې اوس وخت بدل شوی دئ. د هغه په خبره پخوا به ټولو خلکو په گاډۍ کې سفر کاوه خو اوس ئې گاډې نه خوښیږي.

جمعه خان وایي چې «یو کم څلویښت کاله» کیږي چې گاډیوان دئ او د دې کار تر څنگ ئې په سلگونو اسونه روزلي دي او په بهرنیو هیوادونو او د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې ئې پلورلي دي. ویل کیږي چې څو لسیزي پخوا په مزار شریف کې داسې کمې کورنۍ وې چې په کور کې به ئې آس نه وو ساتلای.

جمعه خان، گاډۍ د پخواني نسل څخه پاتې شوی ښه میراث بولي او وایي چې هر څومره چې ښار عصري شي، بیا هم گاډۍ دغه ښار ته خپله ښکلا وربخښي. هغه په ډیرې ناراحتي سره وایي چې اوس د مزار شریف په ټول ښار کې یوازې نهه گاډۍ پاتې دي او هغه هم د «نوشاد» په خط و سیر کې فعاله دي.

دغه ۵۵ کلن گاډیوان وایي چې د گاډۍ څرخ «شیطاني څرخ» دئ، که چیرې ښه وچلیږي د ورځې له زرو څخه واخله تر یو نیم زره افغانیو پورو عاید لري.

جمعه خان وایي چې هغه له تیز رفتاره موټرو سره په خامه سړک کې د خپل اس ځغلولو ته چمتو دئ. هغه په ډیر اطمنیان سره خپلو خبرو ته ادامه ورکوي او وایي: « که څوک ما ته د ۲۰۰۰ کال دوه کرولا موټرې راکړي، حاضر نه یم چې خپل آس او گاډۍ ورکړم. ځکه چې تر نن ورځې همدې زما ژوند تأمین کړی دئ.»

مختار وفایی/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش