1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ګرجستان په ناتو کی غړيتوب غواړی

ګرجستانيان ډير انتظارونه او هيله لري چي د شمالي اطلس دفاعي تړون په خپلي ژمني وفا وکړي او دوي زر ترزره د غړي په توګه ونيسي.

د ګورجستان، ناتو او اروپايي ټولنې بيرغونه

د ګورجستان، ناتو او اروپايي ټولنې بيرغونه

خو د ناتو 27 غړي به دومره وړاندي لاړ نشي، که څه هم پیوستون به ورسره وښيي. د اوسيتيا او ابخاذيا په جګړه کي د ګرجستان په خاورې باندي د روسانو ورننوتلل، د ناتو او ګرجستان ترمنځ اړيکي ډير سره نژدي کړل.

خو د ګرجستان د امنيتي کارپوه، اراکلي زياشويلي په نظر د ګرجستان راتلونکی پدي پوري تړلي دي. دی وايي: مونږ يوازي يوه لاره لرو، د ديموکراسۍ په لوري لاره. يعني ديموکرات تاسيسات بايد وده وکړي اواقتصاد پرمخ لاړشي. په دي معنی چي د ديموکراسۍ له لاري ثبات راځي اودٍ ثبات له لاري اقتصادي پرمختګ کولاي شو. اود خلکو د ژوندانه سطحه لوړيږي.

ګرجستان دي موخو ته د رسيدو لپاره همدا اوس مرستي ته اړه لري. دلته يوازي د پيسو خبره نه بلکه د امنيت اود لويديزلخوا دسياسي فشارونو مسله هم ده. دي همدی لپاره د ناتو د فعاليتونو په طرحي کي د دي موضوع شاملول دومره ګرجستان ته اهميت لري. دي زياتوي :

د ګرجستان جمهور ريس زاکاشويلي د ارپا لپاره د ناتو قوماندان سره په يوه خبري کنفرانس کې

د ګرجستان جمهور ريس زاکاشويلي د ارپا لپاره د ناتو قوماندان سره په يوه خبري کنفرانس کې

که مونږ د ناتو د فعاليتونو په اوسنۍ طرحه کي شامل نشو، دا به مونږ ته يوه فاجعه وي. دغه امنيتي سلا کار هغه څه چي د نورو په زړونو کي دی په خوله راوړي: مونږ د دي لپاره چی ديموکراتې ودې وکولاي شو، يوازي څوکلمو خبرو ته نه، بلکه مخامخ مرستی ته اړه لرو. دا ماته ډير د خپګان ځاي دي، که دا زمونږ د هيواد د حاکمیت په ضد وي خو مونږ اوس په داسي وضعه کي يو، چي ګرجستان پخپله کومه پريکړه نشی کولاي.

د جمهور ريس زاکاشويلي حکومت ځپل شوي دی او مخالف ګوندونه آزادې ټاکني او د ديموکراتو تاسيساتو لپاره زياتره قدرت، اوآزادې رسنۍ غواړي، په تيره بيا د پارلمان آزاده ټاکنه.

د ناتو استازې به وضعه په هراړخيزه توګه انځورکړيوی. دوي به د هیواد دننه سیاسي اود ديموکراسۍ وضعه ترسيم کاندی. که دوي په جدي توګه د ديموکراسۍ وړاندی بیول په پام کي ولری، نو بايد يوه سياسي پريکړه لکه هسي چي په ناتو کي د ترکيې د شمول په برخه کي وکړه، وکړي. دوي بايد پرته له دي چي د ګرجستان واقعي سياسي حالت په پام کي ونيسي، دا پريکړه ونکړی. همدغه ډول دغسی پريکړه بايد پرته د روسيې له رعايت څخه چي هم دا کتنه هم ورته راپارونکي ده وشي.