1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

«کېدای سي ياسر عرفات مسموم سوی وی»

روسي کارپوهانو تر اوسه لا د فلسطين د خپلواکمني ادارې د پخواني مشر ياسر عرفات په پولونيم سره د مسمومېدلو دلايل نه ويني. خو سويسي دانشمندانو داسي احتمالي شواهد پيدا کړي دي چي عرفات دي مسموم سوی وی.

تر اوسه پوري سوسي کارپوهانو په علني ډول د خپلو ازموينو د نتايجو په اړه څه نه دي ويلي. خو د «الجزيرې» د عربي تلويزيون او بريتانوۍ ورځپاڼي «ګاردين» د راپورونو پر اساس د سوسي کارپوهانو آزموينو ښوولې ده چي عرفات احتمالاً د راديو اکتيف په يوه عنصر باندي مسموم سوی دی.

ويل سوي دي چي په هغه موادو کي چي يو کال دمخه د ياسر عرف له جسد څخه د آزموينو له پاره اخيستل سوي ول، ليدل کيږي چي د راديو اکتيف موادو پولونيم ۲۱۰ کچه تر نورمال حالت ۱۸ واري زياته ده. د عرفات کونډه آغلې شهي د خپل مېړه د طبيعي مرګ په اړه شک لري. هغه وايي چي دا يوه سياسي وژنه ده او دا د دغي «پېړۍ جنايت» بولي.

د لوزان پوهنتو روغتون د «راديو فزيک» موسسې کارپوهانو د روان مېلادي کال په جولای مياشت کي د خپلو آزموينو په لړ کي د عرفات په کاليو کي په زياته پيمانه د راديو اکتيف پولونيم مواد وموندل. د راديو اکتيف په دغي مادې سره په ۲۰۰۶ کال کي د «کا جي بي» پخوانی کارکوونکی الکساندر ليتوينينکو په لندن کي مسموم سوی وو.

د سوسي کارپوهانو له خوا د ياسر عرفات جسد تر څيرلو وروسته روسي او فرانسوي کارپوهانو هم د هغه له پوښتيو څخه د آزمويني له پاره مواد واخيستل او تر آزموينو لاندي يې ونيول. سوسي کارپوهانو د خپلو آزموينو پايلي په رام الله کي د فلسطين خپلواکمني ادارې ته سپارلي دي. په پلان کي ده چي د سوسي کارپوهانو د آزموينو نتايج به هغه مهال اعلان سي چي فرانسوي کارپوهان هم خپلي پايلي را وباسي. روسيې کارپوهانو په پولونيم سره د عرفات مسمومېدل دمخه لا رد کړي دي.

عرفات او ماينه سهي يې ۲۰۰۴ کال په رام الله کي

عرفات او ماينه سهي يې ۲۰۰۴ کال په رام الله کي

اسراييلو تور رد کړ

اسراييلي چارواکو د سويسي کار پوهانو د آزموينو دغه نتيجه بې عباره بللې او رد کړې ده. د «يوروشليم پوشت» ورځپاڼي د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت وياند جيګال پالمور، په حواله ويلي دي چي سويسي کارپوهانو په دغه تحقيقاتو کي نه د ياسر عرفات د کار دفتر او نه هم هغه روغتون پلټلی دی چي عرفات پکښې وفات سو.

خو د بريتانيا د عدلي طب کارپوه ديويد بارکلي، مطلقاً په دې باور دی چي د عرفات د ناروغی عامل په پولونيم باندی د هغه مسمومېدل وو. د هغه په خبره د راديو اکتيف دغه ماده کېدای سي د عرفات د نزدې کسانو له خوا هغه ته ورکړه سوې وي. هغه زياته کړه چي د دغي مادي د پوډرو احتمالي ورکول کېدای سي عرفات ته په خوړو د سترګو په څاڅکي او يا د غاښو په کريمو کي ورکړل سو وي. هغه وايي: «يو لږ اندازه پولونيم. مثلاً د یوې خانګري په شان که سړی اوبو ته واچوي او هغه اوبه وڅښل سي پنځوس تنه وژلای سي.»

ياسر عرفات چي ډېر وخت د فلسطين د آِزادۍ غوښتونکي سازمان مشر وو د ۲۰۰۴ کال په نوومبر مياشت کي د پاريس په يوه پوځي روغتون کي په ۷۵ کلنۍ کي مړ سو. هغه وخت راهيسي فلسطينان پر اسراييلو باندي تور لګوي چي ګويا مشر يې هغوی وژلی دی.

DW.COM