1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کېدای سي د کوريايانو د خلاصون لپاره په پوځي عملياتو لاس پورې سي

د يوشمر ناتايد سو راپورونو له مخي ويل کيږي چې افغان حکومت او ائتلافي ځواکونو په گډ و پوځي عملياتو لاس پوري کړی تر څو21 تنه کوريايي يرغمل راخوشي کړي.

يو شمير چولکو له هواڅخه د پاڼو په شيندلوسره خلگوته خبرداری ورکړی

يو شمير چولکو له هواڅخه د پاڼو په شيندلوسره خلگوته خبرداری ورکړی

رپوټونه د سيمي د اوسيد ونکوله خولي ويلي چې يو شمير چولکو له هواڅخه د پاڼو په شيندلوسره خلگوته خبرداری ورکړی چې دلنډ وخت لپاره دي د خپلو کورونو څخه ووځي او يو خوندي ځای ته ولاړسي.
بله خوا د ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظيمي د ويچه ويلي ته د خبرو پر مهال داخبري او آوازې ټولي رد کړې او ويې ويل چې تر راتلونکو لسو ورځو پوري دوي په دې سيمه کې د پوځي عملياتو هيځ کوم پلان نه لرې .
نوموړي د قرباغ ولسوال هغه خبري رد کړې چې رسنيو ته يي د پوځي عملياتو د پيل کېد و په اړه معلومات ورکړي وه.
داسي ويل کيږي چې همدا اوس په سيمه کې د 21 تنو کوريايانو د خلاصون په خاطر پوځي عمليات روان دي.
په دې اړه به بشپړ معلومات وروسته په ليکه سي.