1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

کډوال د آلمان د انتخاباتو په اړه څه نظر لري؟

یوان دیاز مسکۍ کیږي او وايي چې عشق برلین ته رسولی دی. هغه سمدلاسه پر دې ښار مین شوی دی چې د یوه رنګه غالۍ په ډول پکښي د مختلفو قبیلو خلک سره اودل شوي او موجود دي.

Muslimische Frauen verfolgen am 30.10.2012 eine Feierstunde in der Westfälischen Wilhelms-Universität in Münster (Nordrhein-Westfalen) anlässlich der Eröffnung des Zentrums für Islamische Theologie. Foto: Rolf Vennenbernd/dpa

Muslime in Deutschland

یوان دیاز هغه امریکايي دی چې کیوبايي مور پلار يي د فیدل کاسترو رژیم له لاسه د امریکا متحده ایالاتو میامي ایالت ته فرار شوي ول. هغه وايي چې« پيچلی هویت» لري. سربیره پر دې نوموړی د ۷ کلونو راهیسي آلمانی پاسپورت لري.

دیاز وايي:«ما د آلماني تابعت غوښتنه وکړه، ځکه ما غوښتل چې د خپل نظر د څرګندولو حق ولرم. غوښتل مي د تصمیم نیولو حق ولرم چې څوک لومړی وزیر شې او څوک پارلمان ته ولاړ شي.»

د آلمان د فدرالي ادارې د ۲۰۱۱کال د وروستیو احصائیو له مخې د دیاز په شان نږدې ۱۶ میلیونه انسانان په آلمان کې ژوند کوي. دغه خلک د مهاجرت ریښي لري یعنی خپل هیواد يي پرې ایښی، یا پخپله او یا يي هم پلرونه او نیکونه آلمان ته کډه شوي دي.

د دوی له جملي څخه ډیری يي یا خو خپل قانوني سن ته نه دي رسیدلي او یا يي هم تر اوسه پورې د آلمان تابعت نه دی ترلاسه کړی، ځکه نو یوازې هغه کسان چې د آلماني پاسپورت درلودونکي وې د رای ورکولو حق لري.

په دې ځای کې د اروپايي ټولنۍ تابعت درلودونکي په استثنايي حالت کې قرار لري. دوی د ناحیو په ټاکنو او د اروپايي ټولني په پارلمان ټاکنو کې د رای ورکولو حق لري، خو د آلمان په بوندستاگ یا مرکزي پارلمان کې د رای ورکولو حق نه لري.
د آلمان د احصايي د دفتر د ارقامو پر اساس په دغه هيواد کې د میشتو کډوالو یو پر دریمه برخه کولای شي چې د سپتمبر میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په دې شمیر کې هغه وخت زیاتوالی راغلی چې په ۲۰۱۱ کال کې ۱۰۰.۰۰۰ نورو کسانو هم آلماني تابعت ترلاسه کړ.
البته ټول دغه کسان د راې ورکوني مرکزونو ته نه ورزي. په ۲۰۱۲ کال کې د یوه آلماني سازمان څیړنې ښيي چې په اوسط ډول هغه کسان چې د مهاجرت ریښې لري په ټاکنو کې لږ برخه اخلي.

د دغې ادارې د څېړنو پر اساس په ۲۰۰۹ کال کې ۷۲.۳ سلنه له دوی څخه په ټاکنو کې برخه اخیستې وه په داسی حال کې چې ۸۱.۵ سلنه د هغو کسانو چې د مهاجرت ریښې يې نه درلودلې په دغو ټاکنو کې يي ګډون کړې وو.

له دواړو یادو ډلو«هغه کسان چې د کډوالې ریښه لري او هغه کسان چې نه لري» څخه ۸۰ فیصده يي چې کار کاوه خپلي راي کارولي دي.

یوان دیاز وايي:«کله چې د ټاکنو خبرپاڼه زما د پوستې په بکس کي ووینم ، ډیر خوشحالیږم ». د رای ورکو,نې حق یو اساسي او با ارزښته حق دی، له همدې امله هغه نه شي کولای له خپل دې حق څخه تیر شي.

دیاز د بالکان په شخړه کې د منځګړي په توګه تل په سفر کې وي. په داسې حالاتو کې چې هغه په ډیري اسانۍ سره د لیکونو انتخاب کولای شي.

په آلمان کي قبول سوي کډوال

په آلمان کي قبول سوي کډوال

د یوې څېړنې پر بنسټ، د دیاز په څیر ډیر خلک چې د کډوالۍ ریښي لري اکثره وختونه یا د آلمان سوسیال ديموکرات ګوند«SPD» ته او یا هم د مسیحي ديموکرات ګوند«CDU» ته خپلې رایې ورکوي.

د آلمان له پاره د اقتصادي څېړنو له بنسټ څخه انګرید توچې وايي چې ډیر کډوال یو له دغو دوو ګوندونو څخه غوره کوي. د ټولنیزو چارو دغي کارپوهي د مهاجرینو په اصلي ټاټوبي کې دا چې هغوی« کوم ګوند ته وفاداره دي» پر موضوع یو تحقیق کړی دی.

د دغي څېړنې پر اساس هغه کسان چې په ۵۰ او ۶۰ مو لسیزو کې آلمان ته د مېلمه کارګرو په توگه له جنوبي اروپا، یوګوسلاویا، او ترکیې څخه راغلي دي زیاتره يي د آلمان سوسیال ديموکرات ګوند ته رای ورکوي.

دغه کډوال د کارګرۍ په چاپيریال کې لوییږي. هغه کسان چې آلماني ریښي لري او تر سړې جګړې وروسته آلمان ته راغلي دي، اکثره يې د مسیحي ديموکرات ګوند«CDU» او د مسیحي سوسیال اتحاد«CSU» ګوندونو ته لیوال دي.

د کډوالو د سوداګرۍ ارزښت

توچې په دې اند ده چې دغه وفاداري زیاتره د مهاجرت د تجربو سره ارتباط لري. هغه کسان چې د آلماني ریښې درلودونکې دي او تر ۱۹۹۳ وروسته آلمان ته راغلي دي له دې امله د مسیحي ديموکرات ګوند ملاتړ کوې چې آلمان ته د دوی د مهاجرت په برخه کې يې ور سره مرستي کړي دي او په هدفمندانه توګه يي په آلماني ټولنه کې د دوی د ادغام ملاتړ کړي دی.

دا په داسې حال کې ده چې په مسیحي ديموکرات ګوند پوري اړوند یو شمیر سیاستوالو بیا د مېلمه کارګرانو سره د دوستۍ دریځ نه دی غوره کړی. د توچې په اند په دې برخه کې دین په نسبي توګه کم رول درلود.

د دغې مېرمنې څېړنې ښيي چې دین ،د تحصیل کچه، او یا د یو تن مسلک« پر ګوندي لومړیتوبونو ډیره لږ اغیزه لري.»
نوموړې اټکل کوې چې د کډوالۍ تجربې او له ټاکنو سره د کډوالو چلند مستقیمې اړیکې لري، خو سربیره پر دې هم هغه په دې نظر ده چې په دې برخه کې باید نوري څېړني هم ترسره شي.

د توچې په اند د پخوانیو نسلونو په پرتله اوسنی نسل سوسیال ديموکرات او یا مسیحې ديموکرات ګوندونو ته لږ لومړیتوب ورکوي. د۲۰۱۱ کال د ارقامو پر اساس ۱۸سلنه د کډوالو دوهم نسل یا د هغوی اولادونه د زرغون ګوند پلوي کوي. په داسی حال کې چې یوازې۴۰ سلنه بیا د« اس پې ډې» یا « سي ډي یو» ته رایه ورکوي. نو له همدې امله دوی د ټولني له نورو وګړو سره کوم توپير نه لري.

تر اوسه پوري معلومه نه ده چې دیاز به د سپټمبر په میاشت کې چاته رایه ورکړي. تیر ځل هغه د مسیحي ديموکرات ګوند« سي ډي یو» یو تن سیاستوال له پاره کار کاوه.

هغې د زرغون ګوند په ډیرو غونډو کې همکاري کړې ده او په دوامداره توګه يي په برلین کې د ټولو سیاسي ګوندونو په غونډو کې ګډون کړی دی.

هغه وايي چې پخوا به آلمانانو ورته ویل چې «ته خارجي يي. ته د څه ویلو حق نه لرې.» دې کار به هغه ډير په غوسه کوله، خو اوس هغه په بشپړ او رسمي ډول د خپل نظر د څرګندولو حق لري.