1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

کویټه: بیلابیلو چاودنو له سلو زیات کسان ووژل

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د پاکستان په کویټه کې دوه پر له پسې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې ۸۱ کسان ووژل شول. تر دې مخکې په همدې ښار کې یوې بلې چاودنې ۱۱ تنه وژلي ول.

یوه پاکستاني سیمه ییز چارواکي محمد مرتضی، ویلي دي چې دغه چاودنې د بلوچستان ایالات په مرکز کویټه کې رامنځ ته شوې دي. په دغه ځای کې ډیری پاکستاني شیعه مسلمانان ژوند کوي.

د رپوټونو له مخې په لومړۍ چاودنه کې ۱۱ کسانو خپل ژوند له ورکړ. تر دې چاودنې وروسته د بلیارد په یوه کلپ کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې ۸۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا په وروستیو وختونو کې پر پاکستاني شیعه مسلمانانو باندې تر ټولو خونړی برید وو. د پاکستان د ټول نفوس ۲۰ سلنه برخه شیعه مسلمانان جوړوي چې وخت نا وخت ورباندې خونړۍ بریدونه کیږي.

کله چې د پنجشنبې په شپه ناوخته د کویټې ښار د بلیارد په یوه کلپ کې لومړی چاودنه وشوه نو پولیس، رسنې او ژغورونکې ډلې سیمې ته ورسیدې. په دې وخت کې دویمه چاودنه ‎هم وشوه چې له کبله یې ډیر تلفات رامنځ ته شول. ویل کیږي چې دواړه چاودنې د ځانمرګو بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوې دي.

پاکستاني «سنا» نومي تلویزیون ویلي دي چې یو تن «فلم اخیستونکی» یې د دویمې چاودنې په پایله کې وژل شوی دی. د چارواکو په خبره ډیری کسان هغه وخت ووژل شول چې د دویمې چاودنې له کبله ودانۍ کښیناسته. پولیسو ویلي دي چې د چاودنې له کبله د بریښنا جریان غوڅ شوی دی. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

یوې بلې چاودنې ۱۱ تنه ووژل

تر دې مخکې د کویټه په بازار کې یو بل بم هم چاودلی وو. د دغې چاودنې په پایله کې ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دې برید ۲۷ تنه نور کسان ټپیان هم کړل.

د دغه برید پړه د «متحدو بلوڅانو پوځ» په نوم یوې ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغه ډله له پاکستان څخه د بلوچستان د بیلدو غوښتنه کوي.