1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«کوچنيان تر تاوتريخوالي لاندي زده کړي کوي»

که له یوې خوا افغان ماشومان د ماشومتوب بنسټېزو حقونو ته لاس رسی نه لري، له بل لوري په ټولنه کي له تاوتریخوالي سره هم لاس او ګرېوان دي.

د ماشومانو د آرواپوهني څېړونکي وايي، چي په افغانستان کي له هلوځلو سره سره هم د ماشومانو پر وړاندي تاوتریخوالی د زیاتېدو په حال کي دئ.

د کابل د ښوني او روزني پوهنتون د ارواپوهني استاد شرف الدین عظیمي په دې اړوند دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي له ماشومانو سره تاوتریخوالی په پای کي همدغه ماشومان په لوی والي کي تاوتریخوالو ته هڅوي.

د ښاغلي عظیمی په وینا په افغانستان کي روان له خطره ډک وضعیت هم ددې ښکارندوی کوي، چي په افغاني ټولنه کي د تاوتریخوالو قرباني شوي ماشومانو اوس د نورو پر وړاندي په بېلابېلو بڼو په تاوتریخوالي کي لاس لري:

«دا اوسنی جنګ، تاوتریخوالی او د سرونو پرې کول ټول ددې څرګندوی دي چي دغه خلک چي دا کارونه کوي دوی اصلاً د ارواپوهني له نظره په خپله تاوتریخوالی لیدلی دئ.»

سره له دې چي د بشري حقونو سازمانونو څو څو ځله په افغانستان کي د ماشومانو پر وړاندي د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي څخه اندیښنه ښوولې ده، خوعظیمي وايي چي دا اندېښنې یوازي رسنیزي څرګندوني دي.

د نوموړي په وینا یوازي اندېښنې او رسنیزي څرګندوني د ماشومانو پر وړاندي تاوتریخوالی نه شي را کمولای، بلکي ددې شومي پدېدې پر وړاندي په کارده چي بنسټېزي هلي ځلي وشي.

دی وايي، له ماشومانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي یوازنۍ لاره عامه پوهاوی دئ، چي تر هر چا وړاندي کورنۍ او مور و پلار باید د ماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالي له خطرونو خبر کړای شي.

له بل لوري افغان ماشومان خپلي زده کړي هم له ډار او ویري سره پر مخ بیایي، ځکه په ښوونځيو کي د ښوونکو له خوا وهل ډبول د ماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالي یوه بله بېلګه ګڼل کیږي.

خو په دې اړه په کابل ښار کې یوه ښوونکي خیرالله راته وویل چي هغوی ته زیاتره د ماشوم د مور پلار له خوا ویل کیږي چي ماشومان ئې ووهي:

«زیاتره مور او پلار ښوونکو ته سپارښتنه کوي چي اولادونه ئې ووهي، چي دا کار په خپله د ماشوم پر روزنه سخت ناوړه اغېزه کوي، ځکه دده د ماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالي یوه بله بڼه ده. زما غوښتنه داده چې په ښوونځیو کي داسي چاپيریال باید رامنځته شي چي ماشومان پکښې زده کړو ته علاقه پيدا کړي نه دا چي ترې وتښتي.»

کارپوهان وايي بې وزلي، بې سوادي، ناامني، کډوالي او مهاجرتونه، وزګارتیا، د خلکو د پوهي د کچي ټیټوالی او په ځانګړی توګه د مور او پلار په نشه يي توکو اخته والی هم هغه څه دي چي د تاوترخوالي عامل گرځي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل