کولمبیا: دولت له وسله والو یاغیانو سره خبرې اترې پیلوي | دويچه ويله پښتو | DW | 28.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

کولمبیا: دولت له وسله والو یاغیانو سره خبرې اترې پیلوي

د کولمبیا ولسمشر ویلي دي چې د هغه دولت د وسله وال اپوزیسیون، چې د کولمبیا د وسله وال انقلابي پوځ، په نوم یادیږي خبرې اترې پیلوي. زیاته شوې ده چې د دغه خبرو اترو مقصد د اوږدې مودې ډزبندي ښودل شوې ده. د کولمبیا د پوځونو او وسله والو یاغیانو تر منځ په شخړې څو لسیزي تیریږي او تر اوسه پورې پکښې په زرگونو خلک وژل شوي دي. د کولمبیا د رسنیو د رپوټونو په حواله ښایې د اکتوبر په میاشت کې دغه خبرې اترې په ناروې کې تر سره شي.