1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

کوريا: د نن ورځي تر پايه به يرغمل کوريا يان را خوشي سي

د خنوبي کوريا عيسوي کليسا اعلان کړي چې دوی به په افغانستان کې خپل د خلگو د خوښې مخالف کار بند وي او خپل ټول کار گران به له افغانستان څخه بيرته راغواړي.

کوريايي کليسا داهم په ډاگه کړې چې ددوی کسانو په افغانستان کې مذ هبي فعالتونه نه د رلودل

کوريايي کليسا داهم په ډاگه کړې چې ددوی کسانو په افغانستان کې مذ هبي فعالتونه نه د رلودل

په رپوت کې ويل سوي چې د هغه هېواد ټولي اداري به د طالبانوسره د خپلو يرغمل سو کسانو په راخلاصولو کې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
کوريايي کليسا داهم په ډاگه کړې چې ددوی کسانو په افغانستان کې مذ هبي فعالتونه نه د رلودل او يوازي يي په روغتيايی او نورو خيريه چارو بوخت وه.
بله خوا د کوريا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوي به نن د ورځې تر پايه پوري د طالبانو سره د مخامخ خبرو او غيري مخامخ خبرو له لاري په دې وتوانيږي چې خپل ير غمل سوي کسان د طالبانو څخه آزاد کړي.
طالبانو د يکشنبې په روځ گواښ کړي و چې د ورځي تر پايه پوري په دغه اندازه ددوې بند يان خوشې نه سې او ټول کوريايان له افغانستان څخه ونه وزي د وي به ټول د رويشت تنه يرغمل کوريايان ووژني، چې وروسته بيا دا ضرب الاجل د نن ورځي تر پايه پوري وغزوی.