کنړ: د پل په جوړيدو سره دوه ولسوالي ونښلول شوي | د افغانستان بيا رغاونه | DW | 27.05.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

کنړ: د پل په جوړيدو سره دوه ولسوالي ونښلول شوي

د کونړ په ولايت کي د دغه پل په جوړيدو سره نرنګ او سرکاڼو ولسوالي سره و نښلول شوي. د دغو دوه ولسواليو اوسيدونکي د ياد شوي پل د جوړيدو وړاندي ديري ستونزو سره لاس او ګريوان ول

آرشیف انځور

آرشیف انځور

د ياد پل مالي لګښټ د ولايتي بيارغوني ټيم له خوا ورکړل شوي او چاري د يوه کورني شرکت له خوا په دوه کلونوکي بشپړ شوي دي.

د پل د پرانستي پر مهال د کنړ والي، سيد فضل الله وحيدي، وويل « دغه لوي کانکريټي پل 230 متره اوږدوالي او 7 متره سور لري. پردغه پل يو 1.3 ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلي.»

ښاغلي وحيدي د سيمي له خلکو څخه وغوښتل چي د نوموړي پل په ساتنه افغان دولت سره مرسته وکړي.

د دغه پل په جوړيدو د سيمي خلکو ډيره خوښي وښودله او وويل چي پخوا له ډيرو ستونزو سره مخامخ ول خو د دي پول د جوړيدو سره د دوي په ورځينيو چارو کي ډيري اسانتياوي رامنځ ته شوي دي.

دسرکاڼو د ولسوالي يوه اوسيدونکي، سيد نادرخان، وويل: «پخوا خلک له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان ول خو د دي پل په جوړيدو سره زمونږ ديري ستونزي له منځه تللي دي.»

د تيرو پنځو کلونو په مودي کي د کونړ پر لوي سيند دا شپږم کانکريټي پول دي چي د امريکا متحدو ايالاتو په مالي مرسته جوړيږي.

شمع احمدزي/ ننګرهار
کتونکي: مسعود جهش