1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کنړ: د ولايت مقام مخي ته ځانمرګي بريد ۱۱ ووژل

د افغانستان د ختيځ ولايت کنړ په مرکز کي ځانمرګي بريد تقريبا ۵۰ انسانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. (آرشيف انځور)

د کنړ ولايت په مرکز اسد آباد کي دغه ځانمرګي بريد د لومړيو معلوماتو له مخي ۱۱ کسان وژلي دي. پوليسو ويلي چي په دغه بريد کي څلويښت نور کسان هم ژوبل سوي دي.

ويل سوي چي د شنبې د ورځي په دغه بريد کي يو قومي مشر او د ځايي ملېشو قومندان حاجي خان جان هم وژل سوی دی. د جنرال عبدالحبيب سيدخېل په نوم د پوليسو چارواکي د آلمان خبري آژانس ته د حاجي خان جان د وژل کېدو پخلی کړی دی.

سيدخيل ويلي چي د ځايي ملېشې ياد مشر د بريد پر ځای ووژل سو او يو شمېر نور ولسي کسان چي پکښي ماشومان هم شامله دي، د ژوبلو له کبله و روغتون ته انتقال کړل سوي دي.

تر اوسه د دغه بريد پړه کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې. خو وژل سوی د ځايي ملېشو قومندان حاجي خان جان د طالبانو سخت مخالف بلل کېدی.