کندوز:د طالبانو په ليکو کي چيچنۍ مېرمني جنگيږي | افغانستان | DW | 01.02.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کندوز:د طالبانو په ليکو کي چيچنۍ مېرمني جنگيږي

افغان چارواکي وايي چي هغوی د کندوز په ولايت کي د 15 چيچنيايي ښځو لټون پيل کړی چي ويل کيږي په سيمه کي يي له طالب ياغيانو سره مرسته کوله.

«ځينو چيچنيايي ښځو له افغان طالب جنګياليو سره ودونه کړي دي.»

«ځينو چيچنيايي ښځو له افغان طالب جنګياليو سره ودونه کړي دي.»

د کندوز د پوليسو قوماندان عبدالرحمن سيد خيلي چي د لومړي ځل لپاره يي د بهرنيو ښځينه اورپکو د شتون خبر ورکړی، ويلي چي، امينتي چارواکو ته دغه معلومات وروسته له هغه لاس ته ورغلل چي د کندوز د دشت ارچي ولسوالي يې له طالبانو ونيوله.

سيدخيلي وويل:«د دغو ښځو ځينو يې د نرسانو په توګه کار کاوه تر څو د طالبانو د ټپيانو درملنه وکړي او ځيني نوري يې د سړک د غاړي د بم جوړوني او د ځانمرګي بريدونو د واسکټونو جوړلو کارپوهاني دي.

سيد خيلي وويل چي پخوانيو طالب جنګياليو د ښځينه اورپکو له حضور څخه پخلی کړی دی.

د افغان ځواکونو د عملياتو څخه وروسته چي امريکايي او آلماني سرتيرو هم ورسره مرسته وکړه په کندزو کي د رپوټونو له مخه کابو 300 طالب جنګيالي حکومت ته تسليم سوي دي.

له دغو عملياتو څخه مخکي کندوز يو ځل بيا د طالبانو په ستري اډې بدل سوی ؤ. په 2001 کال کي د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوريدو وروسته کلونو کي، کندوز د افغانستان په نسبي توګه له امن څخه برخه من ولايت ګڼل کيده.

د طالبانو يو تسليم سوي قوماندان، ملا جمال الدين له يوه سيمه ايز تلويزون سره په مرکه کي د چيچنيايي ښځو حضور تايد کړی. نوموړي پخواني قوماندان وويل چي ځينو چيچنيايي ښځو له افغان طالب جنګياليو سره ودونه کړي دي.

په تيرو مياشتو کي اورپکو په کندوز کي د سړک د غاړي په بمي چادونو او ځانمرګي بريدونو لاس پوری کړ. د دغه ولايت چارواکو تردې د مخه په وار وار د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د القاعدې د شبکې د اورپکو له شتوالي څخه انديښنه ښودلې.

د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين وويل: « موږ دلته د چيچنيايي ښځو له حضور څخه معلومات لرو، خو نه پوهيږو چي هغوی چيري پټي دي. پوليس هغوی او د هغوی په طالب ملګرو پسي ګرځي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM

اړوند مطالب