1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

کندهار: کرونده ګر د دولت څخه د مرستي غوښته کوي

د کندهار ولایت کرونده ګر د خپلو محصولاتو لپاره د ښو بازارونو د نه شتون څخه سر ټکوي. دوي پر دولت غږ کوي چي محصولاتو ته یي کورني او بهرني بازارونه پیدا کړي

ارشیف انځور

ارشیف انځور

په كندهار كي د تازه ميوو سوداګر، باغ لرونكي اوکرونده ګر وايي چي ډير ځلي نه شي کولاي خپل محصولات په وخت مارکیټ ته ورسوي ځکه چي د دغه ولايت په ولسوالیو کي ډیر وخت یا خو پوځی عملیات په جریان کي وي او یا خو هم امنیتي وضع ښه نه وي.

اوس مهال په کندهار کی د انارو باغونه ورځ تربلي خپل موج ته رسيږي خو د دغي ميوي سوداګراو باغ لرونكي واي چه له خپل محصولاتو څخه کټه نه شی پورته کولای.

ارشیف انځور

ارشیف انځور

د باغ لرونكو په استازيتوب د تازه ميوو د ماركيټ يو تن مسؤل، حاجي تورجان، وایي چي په کندهار کی د شته ستونزو له کبله باغلرونکي خپل محصولات په ډیره ډیټه بیه پلوري.

بله خوا د كندهار د سوداګري د خونو ريس، حاجي نصرالله زهير، وایي چي تير كال يي يو نيم زره ټنه انار د پاكستان او هندوستان هيوادونو ته صادر کړي دي.

دا ‎په داسي حال کي ده چي افغان دولت د کوکنارو کښت منع کړی او د دغه پوټي پر ځای کرونده ګر د زعفرانو کښت ته هڅوي.

په روان کال کي په کندهار کي «دامان» یوازیني ولسوالي ؤ چي د چارواکو په حواله په کي د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی. د دامان ولسوال وایي چی د کوکنارو پر ځاي یي سږ کال زعفران کړلي دي.

د دامان والسوال زیاتوي چي له ډغي ولسوالي څخه اته تنه کروندګړ د هرات ولایت ته استول شوي ترڅو د زعفرانو د کښت په برخي کي زده کړي وکړي.

دویچه ویله/ حکمت الله اسلمی
کتونکی: مسعود جهش