کندهار: په ځانمرګي برید کې ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده | دويچه ويله پښتو | DW | 06.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

کندهار: په ځانمرګي برید کې ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده

د افغانستان په جنوب کښي د يوه ځانمرګي بريد په پایله کښي لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل سوي دي او ۲۲ نور زخميان دي. دغه خبره د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل کړې ده. په دې پېښه کې يوه ځان وژونکي بريد کوونکي په کندهار کښي په چاوديدونکو موادو بار یو موټر سايکل په يوه پارکينګ وچاوه.