1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

«کندهارۍ موسيقي د ورکېدو په حال کي ده»

په کندهار کي سندرغاړي او د موسيقۍ مينه وال وايي، چي د کندهار سيميزه موسيقي له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ ده. دوی وايي چي د دغې موسيقۍ ستونزي ډېر اړخونه لري.

د کندهار د فرهنګيانو په قول، په هيواد کي رواني جګړې، د چارواکو نه پاملرنه، د خلکو د ذوقونو بدلون او د يوشمير کندهاري هنرمندانو او نوازندګانو له هيواد څخه وتل او يا وژل کيدل هغه څه دي، چي د کندهار د ځانګړې موسيقۍ خوند او رنګ يې تت کړی دی.

د کندهار زړې موسيقي څلور ټوټې درلودې، چي يوه ټوټه يې طبله، رباب، بنجو، هارمونيه او ځيني وختونه د بنجو پرځاى تنبور هم ورسره ملګرى کېدی. کندهاري سندرغاړو به په ځانګړي ورځو کي پر لوى کندهار (زابل، روزګان، هلمند او کندهار) سربيره کابل او د سويلي پښتونخوا په زياتو سيمو د کندهار په اصلي موسيقۍ د مينه والو تنده خړوبوله.

خو اوس له بده مرغه عام خلک او کندهاري سندرغاړي پخپله داخبره مني، چي په دغه ولايت کي د زړې کندهارۍ موسيقۍ يوازي څرکونه سته اوبس.

« پخوانی خوند نه دی پاته»

نعمت الله کندهارى، چي تر څلوېښت کاله زيات يې په کندهاراو شاوخواسيمو کي د کندهاري شاعرانو بدلي (سندري) همدغه خبره کوي. نوموړي وايي اوس په کندهار کي يوازي دوه تنه کندهارۍ موسيقي ږغوونکي، چي نومونه يې په يادولو ارزي پاته دي، نور نو د کندهارۍ موسيقۍ پخوانى خوند نه تر ډېره پيکه ښکاري.

« فعلآ موږ د کندهار موسيقي نه لرو، يوازي دوه تنه وروڼه دي، چي يو سيدجان نوميږي طبله ږغوي او بل اختر محمد دى، چي هارمونيه ږغوي. نور ټول د کابل نوازندګان دي يوازي سندرغاړى کندهارى دى.»

کندهارى طبله ږغوونکى، هاشم استاد چي اوس اوياکلن دى وايي، وروستۍ ناامنۍ اود مسؤلينو نه پاملرنه هغه څه ګڼي، چي کندهارۍ موسيقي ورځ تربلي مخ پر ځوړ ده. د نوموړي په خبره، په دې لار کي د اړوندو مسؤلينو پاملرنه زيات ارزښت لري: « دلته ناامني راغله او ناامنيو د کندهار سندرغاړي او موسيقۍ ږغوونکي سره وپاشل يا د وخت په تيريدو سره وفات سول. اوس د اطلاعاتو فرهنګ رياست ته په کار ده، چي په دې اړه په رښتيا سره هلي ځلي وکړي.»

«د اورېدونکو ذوق راکښته سوی دی»

بشير فريادي، چي د کندهاري موسيقۍ په بيا غوړېدو کي يې ډېره هڅه کړې ده، د ملامتۍ ګوته خپلو اورېدونکو ته نيسي. د فريادي په قول، د موسيقۍ د اکثرو مينه والو ذوقونه منفي لوري ته بدل سوي او له دوى څخه د داسي سندرو او موسيقۍ غوښتنه کوي، چي په هيڅ سندريز مجلس کي د اورېدو وړ نه دي: « تاسي يقين وکړئ، چي زموږ د اورېدونکو ذوقونه راکښته سوي، زه خپله چي اکثره وخت محفلونو ته ځم حيران يم، چي څنګه سندري ووايم، ځکه غيري اصولي زه نه وايم او مسلکي سندري خلک نه اوري.»

نعمت الله کندهارى هم له فريادي سره همږغى دى او وايي د کندهار د پخوانۍ موسيقۍ مينه والو نه يوازي ښه موسيقي اورېدله، ترڅنګ يې هڅه کوله، چي ښه ږغ لرونکي سندرغاړي ته غوږ ونيسي.

کندهارى زياتوي، اوس اکثره خلک يوازي بازاري موسيقي غواړي او که چيري دوى په کوم سندريز بانډار کي کلاسيک غزلونه وايي، نو چنداني خلک غوږ نه ورته نيسي: « زه خپلي تجربې له مخي درته وايم، پخوانيو خلکو اصيله موسيقي، معياري شعر او ښه ږغ غوښتى او په سندريزونو مجلسونو کي به ټول چوپ ناست وو، ليکن افسوس اوس خبره سرچپه ده.»

د کورسونو جوړول

کندهاري سندرغاړي او د کلاسيکي موسيقۍ مينه وال په داسي حال کي د غيري مسلکي او مبتذلي موسيقۍ څخه شکايت کوي، چي په دې وروستيو کي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو شمير ځوانو سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو ته د کندهار د اصلي موسيقۍ د زده کړي شپږ مياشتني کورسونه پرانيستي وو.

د ياد رياست مسؤلين وايي، داکار يې پر همدې بنسټ کړى، چي يو ځل بيا کندهارۍ موسيقۍ د نورو پرمختللو موسيقو په ليکه کي خپل ځاى پيدا کړي.

له بل اړخه د جوړ سويو کورسونو ګډونوال بيا غواړي، چي که چيري د موسيقۍ د زده کړي وخت يوکال ياهم دوه کالو ته وغزيږي، نو د کندهارۍ اصلي موسيقۍ په راژوندي کولو کي به يې ګټه زياته وي.