1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کندهاریان: اختر کې باید پټاکۍ استعمال نه سي

د کندهار اوسیدونکي د نيکمرغه کوچني اختر په شپو او ورځو کي د ټکانو او پټاکيو استعمالول له ازاره ډک کاربولي او وایې چې ټول باید په يوه خوله د دغه کرغېړن کاردمخنيوي لپاره لاسونه سره يوکړي.

کندهار

کندهار

د کندهار يو زيات شمير ښاريان همدغه خبره کوي او وايي چي داخترپه خوشحاليوکي د مرمیو او پټاکيواستعمال او خرڅول يو زړه زهيرونکى کاردى او بايد ترهر څه لومړى میندې او پلرونه، هټيوال، سوداګر او امنيتي چارواکي په دې لار کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي.
 
د دوي په وينا چي تر ديرش کالو زيات وخت افغانان د همدغه ټکانود لاسه سخت ځورېدلي دي.

د کابلشاه د سيمي يوتن اوسيدونکى مطيع الله وایي: « ټکان دي نه راوړي، د ټکانو پرځاى دي قلم او کتاب راوړي، دا ديرش کاله دا وطن د دغو ټکانو د لاسه بربادسوى دى. جاپان او افغانستان په يوه ورځ ازاد سوي دي، جاپان ته وګوره هريو يې د ځان لپاره موټر لري اوزموږ وطنوال په فقر بل چاته ولاړ دي.»
 
د ميرز احمدخان د کلاچې اوسيدونکى جمعه خان بیا وایي: « داټکان هروخت  خو په ځانګړي ډول په اخترکي خلک ډېرپه عذابوي، دا چنداني کار نه دى زمونږ دا پيغام دى چي دوکانداران دې دغه ټکان نه خرڅوي.»
 
د لومړۍ ناحيې اوسيدونکي د غلام  علي په وینا ټوله بې امنيتي د دغه ټکانو څخه پيښيږي د ټکان خرڅول اوهوايي ډزي کول ښه کارنه دى.
 
د کندهار د بشري حقونو په سيمه ايز دفتر کي د کوچنيانو د څانګي مسؤل، شمس الدين تنوير، هم دغه خبره کوي او وايي چي دپټکايو او ټکانو د مخنيوي په لار کي ترټو لو زيات مسؤليت والدين، ملي سوداګر او د ګمرک منسوبين لري.
 د ده په خبره ټکان د کوچنيانو پر ارواح هم ناوړه اغيزه پرېباسي. هغه وایي:

« ګران والدين بايد د خپلو کوچنيانو په اړه جدي پاملرنه وکړي، زما په نظر مهمه خبره دا ده چي د دې شيانوخرڅلاو په يومخ بندسي، د ګمرک محترم مسؤلين که چيري داپټاکۍ د يوممنوع جنس په توګه وپېژني اومحصول يې نه کړي نوبه ستونزه ترډېره حل سوي وي.»
 
دکندهارپه امنيه قومندانۍ کي د امنيت امر ،سمونوال شيرشاه يوسفزى،  وايي چي دوي لا ترمخه د دې کار د مخنيوي په موخه يو لړ خبرتياوي خپرې کړي، عمليات يې کړي او يو شميرکسان يې هم نيولي چي دامهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي.
 
« د دې لپاره چي د پټاکي، ټکانو او نورو ناوړه شيانو د مخنيوي په موخه موږ يو شميرخبرتياوي خپرې کړي او د یو لړ عملياتو په ترڅ کي مو نه يواځې دغه ناوړه توکي  بلکي  يو شمير کسان هم نيولي دي.»

 هغه زیاتوي چې د ښار ټولو حوزو ته مو خبر ورکړى چي هر چيري چې داسي څه وويني سمدلاسه باید قانوني چلند ورسره وکړي . د هغه په وینا د سيمي د خلګو څخه هم غوښتي چې دا ډول کسان امنیتي مسؤلینو ته په ګوته کړي.
 
په کندهار کي خلک په داسي حال کي د پټاکيو او ټکانو د مخنيوي غوښتنه کوي چي په تيرو اخترونو کي د دغسي کړونو څخه نه يواځې يو شميرهستوګنځايونه او هټۍ سوځيدلي بلکي د ځانه سره یې ځاني تاوانونه هم لرلي.

له بل پلوه  روغتياپالان د داسي بېځايه ټکانو او پټکايو غږونه او د باروتو بوي د ژونديو موجوداتو لپاره خطرناک ګڼي.

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض

DW.COM