1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کندز په سیمه کې د طالبانو د لویې جګړې وړه برخه ده

په داسې حال کې چې افغان حکومت په کندز کې پر پرمختګ باندې تمرکز کوي، داسې ښکاري چې پر دغه ښار باندې برید ښايي په شمال کې د خپل نفوذ د ډیرولو له پاره د طالبانو د لویې ستراتیژي یوه برخه وه.

تر هغه وروسته چې طالبان د دولتي ځواکونو له خوا تر ډیره حده پورې د کندز له ښار څخه وایستل شول، دغې ډلې اوس خپل پام د شمال نورو ولایتونو ته اړولی دی. طالبانو په کندز کې تولتي پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي چې په مرسته یې په نورو ولایتونو کې جګړه کوي.

اوس نو د کندز جګړه د تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته غځیدلې ده. په دغو ولایتونو کې هم طالبانو په موقتي توګه د یو شمیر ولسوالیو کنترول په لاس کې اخیستی دی. په دغو ولسوالیو کې په فیض آباد کې د آلماني ځواکونو پخوانۍ اډې ته نزدې پرتې سیمې هم شاملې دي.

په وضعیت کې دغه خواښینوونکی بدلون د طالبانو په ستراتیژي کې بدلون ښيي چې یا خو غواړي د افغانستان په شمال کې لا ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي او یا خو هم د افغانستان په دې برخه کې چې تر دې مخکې په نسبي توګه آرامه سیمه بلل کیده، ګډوډي رامنځته کړي. ښايي طالبان له دې لارې غواړي د کابل حکومت د خلکو په منځ کې بې اعتباره کړي.

د کندز جګړه اوس د افغانستان د نورو برخو ته هم غځیدلې

د کندز جګړه اوس د افغانستان د نورو برخو ته هم غځیدلې

د کندز پیښه همداراز دا پوښتنه رامنځته کوي چې ایا افغان امنیتي ځواکونه د دې توان لري چې طالبانو لاس ته د یوه بل ولایت د مرکز د لویدو مخه ونیسي.

ډ څیړونکو له پاره له ویدرو ویلسن مرکز څخه مایکل کوګلمن، له دویچه ویله سره په مرکه کې وايي: «کندز په اصل کې د یوې لویې کیسې یوه وړوکې برخه ده. په دې کیسه کې طالبان غواړي چې له جیوپولیتیک لحاظه د افغانستان په یوې مهمې برخې کې نفوذ پیدا کړي.»

دغه کارپوه زیاتوي چې په داسې حال کې چې نړۍ پر کندز باندې متمرکزه ده، طالبانو د افغانستان په شمال کې د نورو برخو د نیولو توان هم ښوولی دی.

تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخول او که ګډوډي رامنځ ته کول؟

د کندز د ښار تر نیولو مخکې، طالبانو د افغانستان د شمال په نورو برخو کې هم بریدونه ترسره کړي دي. دغه ډله ډیر وخت پر داسې ځایونو باندې بریدونه کوي، چې حکومت په کې لږ او یا ضعیفه حضور لري. پر دې سربیره طالبان له داسې مواقعو څخه هم استفاده کوي چې په ترڅ کې یې دغه ډله له ډیرو جنګیالیو سره پر یوې سیمې باندې بریدونه ترسره کولی شي.

په امریکا متحده ایالاتو کې له راند بنسټ څخه د نړیوالو امنیتي چارو کارپوه جیسن کمپبیل، د بدخشان وردوج او جرم، د کندز چهار درې او دشت ارچي او د بغلان بغلان مرکزي ولسوالیو ته اشاره کوي چې طالبان په کې د پام وړ حضور لري او وخت ناوخت د دغو سیمو د ولسوالیو مرکزونه له ګواښ سره مخامخوي.

د بغلان ولایت اوسیدونکې فرنګیس کریمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو له خوا د کندز ښار نیونې، له هغې او ډیرو نورو افغانانو سره دا اندیښنه پیدا کړې ده چې که طالبان نورې سیمې هم تر خپل کنترول لاندې راولي نو هغوی به یو ځل بیا خپل حقوق له لاسه ورکړي: «که طالبان زموږ د ښار کنترول په لاس کې واخلي، نو زه به خپلې ټولې هغه آزادۍ چې په وروستیو لسو کلونو کې مې ترلاسه کړي دي له لاسه ورکړم.»

دغې ۲۵ کلنې افغانې ځوانې زیاته کړه چې د بغلان یو شمیر اوسیدونکو لا وختي د طالبانو له ویرې خپل کورونه پریښي دي او نورو ولایتونو ته تښتیدلي.

د خلکو نارضایتي

طالبان له ۲۰۱۳ کال راهیسې د بهرنیو جنګیالیو په مرسته په شمال کې د اډو جوړولو هڅه کوي. دغه سیمه له جیوپولیتک اړخه ځکه ډیر ارزښت لري چې مرکزي آسیا ته د افغانستان دروازه ده. پر دې سربیره له همدې لارې د مخده مواد قاچاق وړونکي له افغانستان څخه د نړۍ نورو برخو ته په افغانستان کې تولید شوي مخدره توکي لیږدوي.

خو سیمې ته د طالبانو غځیدل ښايي له حکومت څخه د سیمه ییزو اوسیدو نارضایتي هم وي. کمپبیل په دې اړه وايي: «په دې سیمه کې داسې پښتانه اوسیدونکي شته چې فکر کوي دولت یې ستونزې نه شي حلولی او په ځینو مواردو کې آن دغو اوسیدونکو ته ستونزې رامنځته کوي. دغو اوسیدونکو تر یوه حده پورې له طالبانو څخه ځایي ملاتړ رامنځته کړی دی ترڅو دغه ډله وشي کولای د افغانستان په شمال کې خپل حضور وساتي.»

دغه کارپوه زیاته کړه چې داسې رپوټونه هم شته چې د دې سیمې له نورو قومونو پورې تړلي یو شمیر اوسیدونکي هم له طالبانو سره یوځای شوي. پر دې سربیره په پاکستان کې د یاغیانو پر ضد عملیاتو په پایله کې یو شمیر نور یاغیان هم د افغانستان دې برخې ته راغلي دي.

کوګلمن وایي: «په مرکزي اسیا کې هم د ازبکستان د اسلامی جنبش په څیر یاغي ډلې رامنخ ته شوي دي چې له طالبانو سره اړیکې لري. دغو ډلو هم د کلونو په جریان کې په کندز کې نفوذ پیدا کړی دی.»

پر سیمه ییزو وسلوالو باندې ډیر وخت د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو تورونه لګول کیږي.

پر سیمه ییزو وسلوالو باندې ډیر وخت د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو تورونه لګول کیږي.

د اعتماد کړکیچ

له همدې کبله د افغانستان د امنیتي ځواکونو متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل، په دې اند دی چې حکومت باید د دغې ستونزې ریښې له منځه یوسي ترڅو د کندز پیښه د افغانستان په نورو سیمو کې تکرار نه شي. هغه وایي: «افغان حکومت باید سیمه ییز قومندانان او جنګسالاران تر کنترول لاندې راولي. تر هغه ځایه چې زه پرې خبر یم په کندز کې یو شمیر سیمه ییزو ولسوالو له خلکو ځمکه نیولې وه او له هغوی څخه یې پیسې اخیستې. له همدې کبله یو شمیر سیمه ییزو اوسیدونکو تر هغوی طالبان ښه بللي وو.»

هغه زیاته کړه چې که دغه ستونزه حل نه شي نو د افغانستان په شمال کې نور ولایتونه لکه فاریاب، تخار او بدخشان به هم د کندز له برخلیک سره مخامخ شي. خو هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه اوس تر بل هر وخت ډیر د افغانانو ملاتړ ته اړتیا لري: «افغانان کولی شي چې له دولتي ځواکونو سره د معلوماتو د شریکولو له لارې مرسته وکړي نه دا چې پخپله وسلې پورته کړي او پخپل سر عملیات ترسره کړي.»

د طالبانو له خوا د کندز ښار نیونې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت اعتبار ته هم سخت تاوان رسولی دی. د IHS څیړونکو په نړیوال بنسټ کې د اسیا د څانګې کارپوه عمر حمید، وایي: «لا پخوا هم پر حکومت باندې د بې اعتمادي کړکیچ موجود وو، خو د کندز پیښې دغه بې اعتمادي لا پسې ډیره کړه. پر دې سربیره دغې پیښې نړیوال پام د افغان حکومت ضعف ته واړوه.»

امنیتي ګواښونه

د کندز پیښه دا خبره هم روښانوي چې طالبان نه یوازې د افغانستان په سویل بلکې د دغه هیواد په شمال کې هم پیاوړي دي. کارپوهان وایي چې دغه پیښه کولای شي چې د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور، څخه د نورو یاغي ډلو په منځ کې ملاتړ ډیر کړي.

د کندز جګړه همداراز په لوجیستیکي، هوایي او استخباراتي برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو ستونزې هم په ګوته کوي. عمر حمید وایي: «موږ داسې فکر نه کوو چې افغان امنیتي ځواکونه دې په یوه شپه کې ماتې وخوري، خو د کندز پیښې وښوله چې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره تر ټولو ښه سناریو دا ده چې له هغه څه ساتنه وکړي چې اوس یې په کنترول کې دي.»

DW.COM