1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

کمپوتري غله د امریکا د وسلو جوړولو شرکتونو سيستم ته ور ننوتی

چينايي «هکران» يا کمپيوتري غله د امريکا د وسلو جوړولو شرکتونو کمپيوټري سيسټم ته ورننوتلي دي. له دې لاري دوی وکولای سول چي د جنګي بېړيو او الوتکو د جوړولو پلانونو ته لاسرسی پيدا کړي.

ILLUSTRATION - Ein Mann tippt am Donnerstag (16.06.2011) in Frankfurt am Main auf einer Computer-Tastatur vor einem elektrischen Schaltplan. Bundesinnenminister Friedrich (CSU) eröffnet am Donnerstag in Bonn das Nationale Cyber-Abwehrzentrum. Die Einrichtung soll die Zusammenarbeit staatlicher Stellen im Kampf gegen Bedrohungen aus dem Internet verbessern. Foto: Frank Rumpenhorst dpa/lhe

Wachsende Gefahr von Hacker-Angriffen

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت، له ډير وخت راهيسي چين تورنوي، چي د سايبري بريدونو له لاري غواړي، د دغه هيواد پوځي تکنالوژۍ او بهرنيو سياسي دريځ ته لار پيدا کړي. پنتاګون وايي چي دا وار د چين د اولسي جمهوريت، کمپيوټري هکرانو د امريکا د مدرنو وسلو د سيسټم تخنيکي جزيياتو ته لار پيدا کړې ده.

د امريکا حکومت يوه دولتي وياند د «واشنګټن پوست» ورځپاڼي هغه راپور تاييد کړی دی، چي د پنتاګون د مشورتي ډلي د يوه باوري رپوټ پر اساس ليکل سوی دی. په رپوټ کي دغه بريد د امريکا متحده ايالاتو پوځي تکنالوژې ته يو خطر بلل سوی دی.

د رواني عيسوي مياشتي په سر کي لا سناتور لينډس ګراهام په کانګرس کي د يوې استماعيه غونډي پر مهال ويلي وه چي «زموږ چينايي ملګرو قاطعانه پريکړه کړې ده، چي هر هغه څه غلأ کړي، چي په مخه يې ورځي.» خو اوس يوازي د معنوي ملکيت خبره نه ده، بلکي د ملي امنيت خبره مطرح ده.

د پنتاګون وياند جورج ليټل، ځکه پر دې خبره ټينګار کړی دی، چي د دفاع وزارت دغه هکري بريدونه ډير جدي نيسي او خپل دفاعي اقدامات يې تقويه کړي دي. خو ده ډاډ ورکړی دی چي واشنګټن د خپلو وسلو پر سيسټم باندي د پخوا په شان پوره باور لري. د امريکا نظامي قابليت او توانايي له منځه نه ده تللې.

د «واشنګټن پوست» په حواله هکران د انټرنيټ له لاري د امريکا متحده ايالاتو د وسلو جوړولو شرکتونو او حکومتي چارواکو پر کمپيوټري سيسټمونو باندي بريدونه کوي.

دوی تر۲۰زيات ډيرو حساسو نظامي ساحو، لکه د «پتريوت توغندی» دفاعي سيسټم، «بلېک هوک» څرخۍ ترانسپورټي الوتکي، جنګي الوتکواو کښتيوو ته لاس رسی پيدا کړی دی. له پنتاګون څخه ويل کيږي چي د دغه امنيتي خلا پراختيا لا تر اوسه پوري پوره معلوم نه ده.

د چين حکومت د پخوا په شان دغه تورونه ردوي او هغه بې اساسه بولي. خو اوس د چين د بهرنيو چارو وزارت دا منلې ده چي دا اصلاً ډيره سخته ده ، چي د هکري بريدونو منشأ پيدا سي.

د سايبري بريدونو شخړي ته د امريکا متحده ايالاتو او چين ترمنځ د مناسباتو د خرابيدو په برخه کي د يوې تر ټولو جنجالي موضوع په سترګه کتل کيږي.

د سپيني ماڼۍ په حواله جمهور رئيس بارک اوباما غواړي چي واشنګټن ته په راتلونکو اونيو کي د چين د دولتي مشر شي جين پينګ د لومړي سفر پر مهال دغه موضوع ياده کړي.