1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کليزه - لنډه کیسه

ماښام قضا وو، د کور په نورو خونو کې ګروپونه روښانه ول، خو د دويم پوړ د یوې کوټې په کړکۍ کې داسي تته رڼا ښکاریده، تا به ویل چې لاسي څراغ دئ.

viele bunte Kerzen © Robert Neumann #34381621

Geburtstagskerzen

یو خړبخن سیوری ترسترګو کیده، چې مخ ته ئې موبایل نیولی وو

همدې کړکۍ ته مخامخ د غونډۍ په سر ناڅاپه یوه لویه لمبه پورته شوه، شاوخوا سیمه ئې داسې روښانه کړه، لکه د یو څو شیبو له پاره چې د شپې لمر راختلی وي. د لمبې رڼا د چارچاپير ګڼو کسانو څيرې روښانه او اوږده اوږده سیوري ښکاره کړل، چغې شوې، شور او ځوږ پورته شو، ورسره د پټاکو غږونه هم تر غوږو شول. خو په کړکۍ کې د ناست سيوري څيره د موبایل له پردې بل خوا وا نه وښته، د یو چا رالیږل شوي پيغامونه وو چې لوستل ئې.

د تیارې کوټې ور ناڅاپي خلاص شو، باران په وارخطايۍ له کړکۍ پاڅيد او موبایل ئې شاته ونیو، د کوټې ګروپ روښانه شو، مور ئې وه، ورته ئې وویل: بارانه بچی! صدقه دې شم، څنګه په توره شپه کې ناست يې؟

«ه..هه..هسې مورې، لږ زړه مې تنګ و.»

مور ئې ورنزدې شوه، په سر ئې ښکل کړ، ورته ئې کړه:

«له زړه دې ځار شم، خو ډيوې ته ورشه، ساعت به دې تیر شي، وګوره ټول ترې چاپېره اتڼونه کوي، د اختر شپه وګوره او ته وګوره، لیونیه!»

له همدې سره ئې مور د کړکۍ سپينه نرۍ پرده یوې خوا ته کش کړه. باران یو څو شیبې د غونډۍ پر سر روښانه اور او ترې چاپيره سيورو ته وکتل، بیا ئې مور ته سترګې ورپورته کړې، په سترګو کې ئې اوښکې ځلیدې. مور ئې وار خطا شوه، په دواړو سترګو ئې ښکل کړ:

«له بلېنډو سترګو دې وګرځم زویه، ولې؟ څه خبره ده؟»

باران ئې له ورمیږ لاسونه چاپيره کړل، په سر ئې زنه ورکېښوده، سوړ اسويلی ئې وويست او ویویل، چې هيڅ خبره نشته. مور ئې څو شیبې وروسته له لاسونو سر راوويست، ځان ته ئې راټيټ کړ، پر تندي ګډوډ ويښتان ئې ورسم کړل او ترې ویې پوښتل:

«زما لیونیه بارانیه! ژڼی شوې، ونه دې تر ما دنګه شوه، خو زړه دې هماغسې ماشوم پاتې دئ، پخپله هر غم زغمې، خو له بریښنا پرته، هیچا ته حال نه وایې، څه خبره ده؟ بیا سره خفه يئ؟ هن؟»

باران سوړ اسویلی وویست، لاړې ئې تیرې کړې، په وچو شونډو ئې ژبه راتیره کړه، بیرته په کړکۍ کې غلی کیناست او موبایل ئې په لاسونو کې تاو او راتاواوه. مور ئې تر څنګ کښیناسته، هغې له کړکۍ د باندې د ډيوې ننداره کوله، خو باران له ستورو ډک تور اسمان ته کتل، چې د سپوږمۍ څرک پکښې نه لګیده.

ځوان لیکوال نورگل شفق

ځوان لیکوال نورگل شفق

* * *

د ملا اذانه ته به لږ ساعت پاتې وو، چې د باران سترګې سره ورغلې وې، کنه نو شپه ئې د هغو پيغامونو په لوستلو تیره کړه، چې بریښنا ورته رالیږلي وو، هر کله به چې له هغې سره خفه شو، نو موبایل به ئې راواخيست او د هغې د پخوانیو پيغامونو په لوستلو به ئې نا ارامه زړه اراماوه. یو څو مسيجونه خو ئې دومره ډیر ځلې لوستي وو، چې بيخي ئې په یادو یاد وو:

«بارانیه لیونیه! والله کله کله مې زړه ډیر تنګ شي، خو شکر چې په دې دومره دنیا کې مې ته شته يې.»

«بارانه! پوهیږې چې ډیر راته ګران يې، ځکه مې ډیره ځوروې، خو که نه یم، ډیر به راپسې وژاړې.»

«بارانو لیونو! نن مې په خوب لیدې، د سړک پر سر دې له یوې خیرنې نجلۍ سره واده وي.» دې مسيج به خندا وروسته، کنه نو هر مسيج ته به ئې په سترګو کې اوښکې تاویدې.

باران په ونه دومره دنګ نه و خو د اخلاقو بیلګه وه، کله به ئې چې د خپلو خویندو له خولې د ده په اړه د نجونو خبرې اورېدې، نو ځان ته به ئې تمه پيدا کیده کنه نو له خپلې څيرې راضي نه و. یوه ورځ خو يوې مخامخ ورته ویلي وو، چې بارانه! ټول تاثیر دې په سترګو کې دئ، سترګې دې راسره بدلې کړه کنه.

خو بریښنا بیا له خپلې ښایسته څيرې پازاب وه، له کوره تر پوهنتونه لار ورته داسې وه، تا به ویل چې څوک ئې دار ته خيژوي. شوخ هلکان به ئې قطار په لاره کې منتظر ول، چا بې ئې ستاینه کوله، چا د تليفون شمیره ترې غوښته، چا به مرکه پسې ورلیږله او چا به د ټولګي په تخته د هغې سترګې رسم کړې وې. خو باران کله هم بریښنا ونه ځوروله، بس غلې غلې به ئې تر سترګو لاندې څارله، که د بریښنا به ورپام شو، نو ځان به ئې په کوم کار مشغول کړ، که په لاره کې به ورسره مخامخ شوه، نو ده به ترې لاره چپه کړه د باران همدغه چلند د بریښنا پام هغه ته ور واړاوه، هغه ورته تر نورو هلکانو بيخي بیل ښکاره شو.

یوه ورځ چې د روژې شپې ورځې وې هغه ئې ولید، چې ګڼ فقیران ترې چاپيره دي، وروسته خبره شوه، چې ټولو ته ئې د روژه ماتي لپاره له کوره پخه ډوډۍ راوړې وه. د هغه ښو اخلاقو د بریښنا په زړه کې ځان ته ځای پيدا کړ او یو وخت داسې هم راغی، چې د بریښنا سترګې د هغه په څار شوې. سره بلد شول، سره خواږه شول، کورنۍ تگ راتگ ئې تر منځ پيل شو او دوه کاله وروسته ئې کوژده سره وشوه او پریکړه ئې وکړه، چې له پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته به واده کوي.

لکه چې وایي ګیله له خپلو کیږي، په وړه وړه خبره به له یوه بله ګیله من کیدل، دوې ورځې سره پخلا، درې ورځې سره مرور. څومره زر چې سره مروریدل همدومره زر سره پخلا کیدل هم، عجیبه دا وه، چې کوم دریمګړي نه بلکې دوی پخپله یو بل سره پخلا کول. خو دا ځل باران په تمه وو، چې بریښنا به ئې پخلا کړي، خو بریښنا غلې وه، نه ئې کوم پیغام ورته راولیږه او نه ئې هم زنګ ورته وواهه، سبا ته هم اختر وو.

* * *

سهار د ملایانو تقریرونو څوک ذکات ورکولو ته هڅول، چا ویل په اختر کې له فقیرانو او غریبانو سره مالي مرستې وکړئ او چا ویل که له چا مرور ئې ورسره پخلا شئ او که څوک درنه مرور وي پخلا ئې کړئ. د باران سترګې د دروازې ګړب پرانیستې، خور ئې وه، چې اوتو کړې جامې ئې په لاسونو کې نیولې وې، باران سپک ولټيده، سترګې ئې سره موښلې، ورته ئې وویل:

«اوبه دې راوړي؟»

«هو اوبه مې راوړي، په تشناب کې مې ايښي، وګوره کنه! کومه جوړه اغوندې؟ دا توره چې بریښنا درته کړې او که دا آبي چې پخپله خوښه دې کړې.»

« توره راته کیده، هغه بله اوس یوسه!»

«ښه سمه ده.»

خور ئې تور رنګ جوړه ورته پریښوده او آبي ئې له ځانه سره یووړه، باران تورې جوړې ته په ځير ځير وکتل، ښکل ئې کړه او بیا ئې په سينه پورې ونیوه.

څو شیبې وروسته چې باران کوټې ته راننوت، مور ئې سپيلني په لاس ورته ولاړه وه، ده هم د ماشومتوب په شان مخکنۍ لمن لږه پورته کړه مور ئې د سپيلنیو دود ورپو کړ او د کالیو مبارکي ئې ورکړه. همدې سره ئې چا ور وټکاوه، باران په بیړه ور پرانيست، چې ګوري یو سپين ږیری ګدایګر چې چپه سترګه ئې ړنده وه، پنډ په شا ولاړ دئ، باران لاس ورکړ، له جیبه ئې پيسې راوايستې او په لاس کې ئې ورکيښودې، سپين ږيري لاسونه لپه کړل، چې روانیدو ته ئې ځان جوړاوه، باران ویل صبر او بیا ئې خور ته ورغږ کړ، چې هغه آبي جوړه ورته راوړي. خور ئې څو شیبو کې جوړه ورته راوړه، هغه ئې هم بوډا ته په پنډ کې وروتړله، د بوډا له ښۍ سترګې د خوشحالۍ دوې درې اوښکې راوڅڅيدې او په سپينه ږیره کې ئې ننوتې.غوښتل ئې د باران لاس ښکل کړي، خو باران د هغه پوست لاس په دواړو لاسو کې ونیو او ښکل ئې کړ. سپين ږيري ښه د زړه له اخلاصه دعا ورته وکړه او لاړ.

د اختر له لمانځه وروسته باران پخپل موبایل کې د اخترمبارکۍ پيغام ولیکه او ټولو ملګرو ته ئې ولیږه، څو شیبې وروسته د یو څو ملګرو لخوا ځوابي پيغامونه ورته راغلل، خو نه ده بریښنا ته پيغام ولیکه او نه د بریښنا لخوا هغه ته کوم پيغام راغی. د کور په لور راروان وو، هدیره کې ئې خپلو مړو ته دعا وکړه او بیا د ویالې په غاړه غاړه د کور خوا ته روان شو، د ویالې په غاړه ئې د چنار ونې ته پام شو، چې په انګريزي ژبه دوه ځلې دB توری او تر منځ ئې یو زړه کیندل شوی وو. دا باران د بریښنا د کليزې په ورځ په دې ونه کیندلي وو. کیندل شوی ځای کې یې ګوتې تاو راتاو کړې او بیرته د کور خوا ته روان شو. چې ګوري خور ئې د کور ور په زوره بند کړ او په لوړ غږ ئې چغه کړه، چې هغه دئ راغی.

باران وارخطا شو، چې خدایه څه خبره ده، پښو ته ئې زور ورکړ او د کور پر وره ورننوت. مور او خور ته ئې غږ وکړ، خو چا ځواب ورنه کړ، د واړه ورور چغه ئې واوریده، خو بیرته ئې غږ داسې ټپ شو، تا به ویل چې چا ئې په خوله لاس ورايښی. د باران د زړه ټکان تیز شو، چې څنګه ئې د کوټې ور پرانيست، ناڅاپه چغې شوې، کليزه دې مبارک شه، له ده وار پار خطا شو، ساه ئې په ستوني کې ګنډه شوه. ناڅاپه په لوړ غږ ټيپ چالان شو، بریښنا سندره ورسره غبرګه کړه. (تورو جامو کې له نظره نشې، چرته ناجوړه د زړه سره نشې...) مور، خور، واړه ورور او دوې ښينو ئې له لاسونو راونیو، چې ګوري د کوټې په منځ کې د بریښنا، مخ ته یو لوی کیک چې ګڼې شمعې پرې روښانه دي ايښی دئ او هغه ورته چاقو په لاس ولاړه ده او ورته ئې ویل، ناځوانه ما خو ځکه ځان غلی کړی وو، چې تا داسې حیران او غافلګیره کړم، تا ته وګوره چې د مبارکۍ یو پيغام دې هم راونه لیږه. باران ته که چا د کلیزې مبارکي ورکوله او که د اختر، خو له ډيرې خوشحالۍ او حیرانۍ ئې په خوله کې خبرې وچې وې.

لیکوال: نورګل شفق
کتونکی: سید ریاض