1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

کلتور په ادغام کي ډېر مهم رول لوبوي

په دويمه نړۍ واله جګړه کي هم ګڼ شمېر انسانان بېځايه او د خپلو کورونو او کلو څخه و کډه کولو ته اړ سول او يا له خپلو کورونو څخه وشړل سول. په دې ترڅ کي تر تقريبا ۱۲ مليونو څخه زيات کسان آلمان ته راغلل.

دا هغه وخت ؤ چي دويمه نړۍ واله جګړه تازه پای ته رسېدلې وه او آلمان د جګړې د ويجاړيو يو سمبول ګرځېدلی ؤ. د آلمان د ګڼو ښارونو ودانۍ، سړکونه او نور بنسټيزه جوړښتونه له منځه تللي ول. په داسي حال کي چي د جګړې په جريان کي لا د نازي آلمان پر ضد جنګېدونکو اتحادي قوتونو لکه امريکا، شوروي اتحاد، بريتانيې او فرانسې د اروپا له پاره د نوي نظم پلانونه جوړ کړي ول، د نازي او جنايتکار آلماني رژيم له خوا تر تسليمېدو وروسته د يادو قوتونو مشران بيا سره يوځای سول. دغو مشرانو د آلمان او ګاونډي هيوادونو سرحدونه له سره تعريف او تعين کړل. دغه عمل د دې لامل سو چي په اروپا کي د ولسونو يوه لويه کدوالي رامنځ ته سي.

وېرنر کروکوفسکي يو د هغو پناه غوښتونکو څخه ؤ چي د دويمي نړۍ واله جګړې وروسته يې د خپلي کورنۍ سره آلمان ته پناه راوړې وه. کروکوفسکي وايي چي و آلمان ته د راتلو پر وخت يې عمر لس کاله ؤ. نوموړی وايي: «زما مور او پلار هميشه ويل، چي بېرته به خپل هيواد ته ستنيږي.»

د مهاجرو کمپ لوی غنيمت ؤ

د وېرنر کروکوفسکي کورنۍ د هغه وخت د ختيځي پرويسا څخه آلمان ته راغلې وه. اوس دغه سيمي د پولنډ برخي دي. وېرنر وايي چي د دوی کورنۍ په دې خوشاله وه چي د مهاجرو په يو کمپ کي ورته ځای ورکول سو. نوموړی وايي: «هوښ کوئ چي داسي فکر ونه کړئ چي موږ خلکو له ښه زړه ومنلو. که موږ په کمپ کي ځای نه وای پيدا کړی نو نه پوهېږم چي په دغه ښار کي به چا موږ ته ځای راکړی وای. صرف څوک د خدای څخه شکر ادا کولای سي چي کمپونه موجوده ول.»

پوښتنه دا ده چي هغه تقريبا دولس مليونه کډوال، پناه غوښتونکي او شړل سوي انسان چي آلمان ته راغلي ول، هغوی د آلمان د هغه وخت په ټولنه کي ځان څنګه کولای سو چي مدغم کړي. د آلمان د اوکسبورګ پوهنتون استاده او تاريخپوهه ماريټا کراوس په دې تړاو وايي:

«هغه وخت د مدغم کېدو يوه لاره دا وه چي دغو نوو راغلو کسانو په کليساؤ کي فعاليت پېل کړي، د کليساؤ د سندره ويونکو اتحاديو غړيتوب تر لاسه کړي او يا هم د سپورټ په کلبونو کي غړي سي. حتی اوس هم داسي ده چي که څوک د هر ځای څخه راغلی هم وي، که په فټ بال کي ښه لوبه وکولای سي، او ښه ګولونه وکولای سي، نو هغه ته ښه راغلاست ويل کيږي او ورته په ښه سترګه کتل کيږي.»

په کلتوري ژوند کي د کډوالو سهم مهم دی

د تاريخپوهيي ماريټا کراوس په نظر هغه کډوال چي د هغه وخت د آلمان په کلتوري ژوند کي يې برخه اخيسته، په دې وتوانېدل چي ډېر ژر په آلمانۍ ټولنه کي مدغم سي. آغلې کراوس وايي چي اوس هم چي کوم پناه غوښتونکي و آلمان ته راځي بايد چي د کار په بازار کي د هغوی د مدغم کولو آسانتياوي رامنځ ته سي. د هغې په وینا په زياته بيا د کم سن لرونکو پناه غوښتونکو له پاره بايد د مسلکي زدکړو موقع موجوده وي تر څو هغوی په دغه ټولنه کي د ادغام ښه چانس ولرلای سي.

خو د دغې کارپوهي په فکر هغه کسان چي د آلمان د دباندي څخه آلمان د پاته کېدو په اراده راځي، د هغوی له پاره دا آسانه وي چي په آلمان کي دننه د خپل کلتور او خپل رواج سره ژوند وکړي. يعني چي د يوې سيمي سره تړاو درلودونکي پناه غوښتونکي خپل تر منځ ډېر راشه درشه ولري. خو دغه کارپوهه وايي چي د آلماني کلتور دروازې هم بايد چي د هغوی له پاره خلاصي وي تر څو هغوی يوازي په خپله ډله کي پاته نه سي بلکه د آلمان په کلتوري ژوند کي هم برخه ولري او په دې توګه د ښه ادغام له پاره ورته لاره هواره او آسانه سي.

DW.COM