1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

کشاف: يوازي د خيرخواه د خلاصېدو هلي ځلي نه کيږي

ويل کيږي چي د افغانستان د سولي عالي شورا داسي هلي ځلي پيل کړي تر څو د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير ملا خيرالله خيرخواه د ګوانتانامو زندان څخه خوشي کړي. خو ددغي شورا وياند وايي چي، هلي ځلي د ټولو بنديانو د پاره دي.

د سولي د عالي شورا ريس مولوي قيام الدين کشاف

د سولي د عالي شورا ريس مولوي قيام الدين کشاف

د سولي د عالي شورا وينا قيام الدين کشاف په يوه ځانگړې مرکه کي د دويچه ويله المان ږغ راډيو پوښتنو ته جوابونه ويلي.

دويچه ويله: ويل کيږي چي د سولي عالي شورا د طالبانو د وخت د کورنيو چارو د وزير ملاخيرالله خيرخواه چي د ګوانتانامو په زندان کي دی د خلاصيدو وړانديزکړی دی؟

کشاف: د سولي عالي شورا پريکړه او پلان دادی چي، ټول هغه بنديان چي د ګوانتانامو او بګرام په زندانونو کښي دي، د هغوی د دوسيو تر څېړلو وروسته هغه له بنده خلاص کړو. يوازي د يوه تن خبره نه ده. ددې لپاره د سولي د عالي شوراپه تشکيل کي يوه کميته د سياسي بنديانو د خلاصولو په نوم سته. کله چي پاکستان ته ولاړو هلته مو د چارواکو سره د سياسي بنديانو د حواله کولو خبره کړې وه دا زموږعمومي پلان دي.

دويچه ويله:د سياسي بنديانو د خلاصولو د کميټې کاردا مهال په کوم پړاوکي دی.

کشاف: د سولي دعالي شورا هدف دادی چي موږ يوازي يوه برخه د کارنه يعني د يوې ډلګي او يو بندي په خلاصولوسره په افغانستان کښي جنګ پای ته نه رسييږي موږغواړوچي روان تاوتريخوالي او جګړو ته د پای ټکی کښېښودل سي، مخالفين د خبرو مېزته راسي او خپل شرايط وړاندي کړي. پر شرايطو غور وسي چي ترکومه حده مشروع اومعقول او د منلو وړدي بيا په دې کي د بنديانو خلاصون او مصونيت هم راڅي د څای ټاکل به هم راځي دا ټول په دي پوري اړه لري چي مخالفين کله خبرونته حاضريږي چيري او څنګه.

دويچه ويله: داسي معلوميږي چي د مخالفينو په دريڅ کي کوم نرمښت نه دی راغلي؟

کشاف: ځيني خبري داسي دي چي هغه افشاکول نه غواړم ډيرو با صلاحيت کسانوتماسونه نيولي دي د سولي د عالي شورا ريس استاد رباني سره يي اړيکي نيولي دي اوس ددې وخت راغلی دی چي شرايط د خبرو لپاره برابرکړو او د مخالفينو ژوند مصون وي.

دويچه ويله: په دې برخه کي د سعودي عربستان د پاچا نقش څنګه بولی؟

کشاف: د سعودي عربستان د پاچا څخه مو دمخه لا د شورا په کچه د طالبانو سره د خبرولپاره د منڅګريتوب غوښتنه کړې ول. څکه هلته زموږ قبله موجوده ده هلته دالله حرم او رسول الله مقدسه خاوره ده. موږ پاچا منځگړيتوب ته رابولو.

مرکه کونکی: جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM