1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریملن: پوتین له بشارالاسد سره لیدلي

۱۳۹۶ آبان ۳۰, سه‌شنبه

کریملن د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره لیدلي دي او د دې هیواد کړکیچ د پای ته رسولو په موخه له پوځي عملیاتو څخه د سیاسي حل لارې لټې ته مخه کړي.

https://p.dw.com/p/2nxtc
Russland Sotschi Treffen Assad und Putin
انځور: Reuters/Sputnik/M. Klimentyev

روسیه د سوریې شخړي ته تر مستقیم داخلېدو دوه کاله وروسته، اوس په دې هیواد کې د سولې په اړه د یوه نړیوال توافق د رامنځ ته کولو په هڅه کې دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ایران او ترکیې له مشرانو سره ولیدل. دغه دوه هیوادونه هم د سوریې په شخړه کې ښکېل دي. پوتین روښانه کړه چې تر دې وروسته به له اسد سره وګوري او بیا به د امريکا متحدو ايالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره تلیفوني خبري وکړي. هغه روښانه کړې ده چې پر دې سربیره به د منځني ختیځ له مشرانو سره هم خبري وکړي.

پوتین له ولسمشر بشارالاسد سره د لیدنې پر مهال وویل: «پر ترهګرو باندي د بشپړ بریا ترلاسه کولو له پاره اوس هم یوه اوږده لار په مخ کې ده. خو تر هغه ځایه پوري چې خبره د سوریې په خاوره کې د ترهګرو پرضد زموږ د ګډي مبارزې په اړه ده، دغه کمپاین اوس ورو ورو د راغونډیدو په حال کې ده.»

پوتین زیاته کړه: «اوس نو تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د سیاسي پوښتنو پر لور حرکت کول دي او زه له رضایت سره له ټولو هغو اړخونو سره چې سوله او یوه حل لاره غواړي، د خبرو له پاره ستاسو چمتوالی ښیم.»

کریملن په ډاکه کړې ده چې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ وه. خو روسیې ته د بشارالاسد د سفر په اړه د سه شنبې تر ورځې پوري معلومات نه وو خپاره شوي.

په دې لیدنه کې بشارالاسد ویلي دي چې اوس ماحول دې ته چمتو دی چې یو سیاسي بهیر پیل شي خو هغه له پوتین څخه غوښتي دي چې په دې بهیر کې د بهرنیو له نه لاس وهنې ځان ډاډه کړي.

پوتین په نړیواله کچه د بشارالاسد تر ټولو پیاوړی ملاتړی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحدو ایالاتو او یو شمیر اروپايي هیوادونه غواړي چې د سوریې د سیاسي بهیر په ترڅ کې هغه له واکه کوښه شي.

dpa,Reuters/M.S

زموږ له ارشيف څخه: