کریستیان ولف د روسيې څخه خپل سفرپای ته ورسوی | آلمان او نړۍ | DW | 16.10.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

کریستیان ولف د روسيې څخه خپل سفرپای ته ورسوی

ده په خپل دغه څلور ورځنی سفر کښي چي د مسکو څخه شروع او تر سانت پيترس بورګ پوري ،بيا داوليانوفسک په کوچني ښار کښي پای ته ورسيدی، هميشه د ځوانوانو سره د خبرو کولو کوښښونه کول

default

داچي د مسکو د مليوني ښار د يوه ولايت اوليانوفسک څخه د 23 کلن انتون سره د جرمني دجمهوررييس مفصلي خبري صورت ونيسي ، نو هغه په خوب هم نسواي ليدلای ،انتون وايی ،

« زه يو څه وارخطأ يم . يوه هفته دمخه لا ما فکر نه سوای کولای ، چه زه دي د جرمني د جمهوررييس سره خبري وکم . زه ګمان کوم چه دا ډير د خوښۍځای دی ، چه داسي يو سړی زموږ اصلأ کوچنۍ منطقې ته راغلی دی . په هغه موږ ډير خوشاله يو . »

کريستيان ولف غوښتل چه يوازي د مليوني ښارو مسکو او سانت پيترس بورګ څخه ليدنه ونه کي ، بلکه د روسېې د محلاتو څخه هم .

د مسکو څخه 700کيلومتره ليري د اوليانوفسک محل ته د ورتګ انتخاب ځکه ده وکي ، چه دغه ښار د جرمني سره ډير ښه مناسبات لري .

د جرمني جمهوررييس کريستيان ولف

د جرمني جمهوررييس کريستيان ولف

د اوليانوفسک ډيری ځوانان ، لکه انتون ډيري ښې آلمانۍ خبري کوي ، دوی په داسي دولتي پوهنتونو کښي تحصيل کوي ، چه په هغو کښي د نورو ژبو تر څنګ جرمني هم تدريس کيږي .

جرمني شرکتونه اکثرأ دلته راځي ، ځکه چه دلته د سرمايه ګذارۍ دپاره فضأ ښه ده . جمهوررييس ولف ته معلومه سوه چه دغسي يوه فضأ د روسېې په هره برخه کښي حاکمه نده . دی وايي ،

« « د هغو سرمايه ګذارانو دپاره چه په روسېه کښي سرمايه ګذارۍ کوي ، دا ډيره مهمه ده ، چه دوی پر دې باندي باور حاصل کي، چه د هغه ځای قوانين د ټولو دپاره يو ډول دی ، او د خارجي او داخلي سرمايه ګذارانو سره هم يو ډول چلند کيږي . »

دا هغه پيغام دی چه ما د روسېې د مختلفو ځايوڅخه اخيستی ، او غوښتی مي . سربيره پر دې بايد د جرمني او روسېې تر منځ د تبادلې امکانات رامنځته سي . دا کفايت نه کوي چه يوازي اقتصاد پرمختګ وکي ، بلکه سړی بايد جامعې ته هم پرمختګ ورکي .

دغه موضوع ولف د روسېې څخه د خپل سفر په جريان کي په تکرار سره کړې ده ، او د روسېې د جمهوررييس ديمتري ميدويديف سره هم .

«زه د روسېې د جمهوررييس ميدويديف پر هغه ټينګ نيت باندي باور لرم ، چه د خپل هيواد د عصري کولو ، او زموږ د هغه پيشنهاد په مقابل کي چه پر قانون دولاړ دولت په باب خبري وکي ، په ورين تندي سره مني . دی ډير صميمي او صادقانه دی . »

په دغه سفر کښي ولف په خپل خاص ميتود سره په روسېه کښي ډيري دروازې خلاصي کړې ، چه دي غواړي د پخواني جمهوررييس هورست برعکس بل ډول رهبري وکي .

نينا ويرک هويزر/محمد قاسم نوري

کتونکی : ولي اڅکزی