1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرونده گر: دولت پنبه راباندي وکرل، اوس يې څوک غواړي نه

د هلمند ولايت کرونده گر وايي دولت د پنبې کښت ته وهڅول، خو اوس د بازار موندني په برخه کي مرسته نه ور سره کوي. د هلمند چارواکي هم د کرونده گرو دغه ستونزي مني او وايي، چي دوئ ته د ۳۰۰۰ ټنه پنبې د رانيولو پلان ورکړل سوی دئ.

يو وخت د ټول هلمند پنبه د بست تصدۍ لخوا رانيول کېده.

يو وخت د ټول هلمند پنبه د بست تصدۍ لخوا رانيول کېده.

په لښکرگاه كي د بست تصدۍ مخ ته د پنبې ډک پنځه شپېته ټراكټورونه ولاړدي، تر څو دغه تصدي يې پنبه ځني واخلي. د كروند ګروپه خبره، دلته ځکه ولاړ دي، چي د فابريكې له خوا دوكه وركړل سوې ده او ددوئ پنبه نه اخلي.

دغه كروند ګر وايي په لومړي سر كي د دولت له خواورته ژمنه وركړل سوې وه، چي تاسو په خپلو ځمكو كي پنبه وكرئ، رانيول يې په بست تصدي پوري اړه لري. خو اوس يې كرل سوې پنبه د فابريكې له خوا نه رانيول كيږي.

د هلمند ولايت ګروند ګر وايي دولت دي ددوئ پنبې ته لاري چاري و مومي ترڅو د خلكو پام دې كښت ته را واړوي او زياتوي چي كه دولت له دوئ نه پنبه وانخلي نو اړ دي چي يو ځل بيا د كوكنارو كـښت ته مخه كړي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی اجمل وايي، ټول ژوند يې په کرونده کي تيرسوی دئ.

دی وايي، د سږکال د پنبې اخيستل سوي حاصل ته ډيرخوشاله وو، خو اوس چي د هلمند ولايت د پنبې فابريکې د رياست له لوري ورته جواب ورکړل سوی، تر هغه به پنبه ددې فابريکې له مخه يو نسي چي باران يې لنده کړي او له کاره ولوږي.

د هلمند ولايت د پنبې د فابريكې ريس محمد شيرين هم د خلكو دا ستونزه مني، خو وايي چي سږكال يې د وزيرانو شورا له پريكړي سره سم  يوازي د ۳ زره ټنه پنبې د رانيولو پلان درلودی او له دې زيات مالي امكانات ورته په واک كي نه دي وركړل سوي، چي له كرونده ګرو نوره پنبه وپېري.

شيرين وايي د وزيرانو شورا د پريکړي سره يوځای د مالي امکاناتو په ورکولو سره د هغوئ له خوا ورته ټاکل سوی وخت هم پوره سوی دئ.

« كه د مركزي دولت له خوا نور امكانات او پيسي راته را کړل سي، زموږ چمتو يو، چي له كرونده ګروڅخه نوره پنبه هم رانيسو.»

د چارواكو په وينا چي سږكال د اټكل له مخي په ټول هلمند كي په ۳۳زره جريبه ځمكه كي پنبه كرل سوې وه او تردې مهاله شاوخوا ۱۵زره ټنه پنبه د كرونده گرو لخوا ټوله سوې ده.

د ياوني وړده، چي له يوې خوا د پنبې د کرونده ګرو زړونه له دې کښت نه ماتيږي له بلي خوا بيا په هلمند کي د دولت او کرونده ګرو له لوري د کوکنارو د کښت پر سر ناندرۍ رواني دي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM