1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی: په ستراتيژيک تړون کي هر څوک خپلي گټي لري

افغان ولسمشر حامد کرزي، نن د افغانستان په وخت شاوخوا يوولس بجې په خپلي وينا سره لويه جرګه پرانستله. هغه وويل چي افغانستان د خپل ملي حاکميت او منافعو په ساتلو سره د متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون لاسليک ته چمتو دئ.

ولسمشر حامد کرزی، دوديزي وينا ته د وينا پر مهال

ولسمشر حامد کرزی، دوديزي وينا ته د وينا پر مهال

ښاغلي کرزي په خپله پرانستونکې وينا کي د نړيوالي ټولني څخه مننه وکړه او ويې ويل، چي د افغانستان په پرمختګ کي ئې ستر رول لوبولی دئ.

ولسمشر کرزي دغه راز وويل، چي که امريکا غواړي له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، بايد د افغانستان شرايط په پام کي ونيسي.

هغه افغانستان ته د « زمري د کور» خطاب وکړ او ويې ويل، چي امريکا بايد د افغانستان ګټي هم په پام کي ونيسي.

کرزي دغه راز وويل، چي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول په دې معنا نه دئ، چي افغانستان به له نورو هيوادونو سره خپلي اړيکي پريکړي. هغه په ځانگړي توگه د ايران، چين او روسيې څخه يادونه وکړه.

کرزي وويل، چي د ستراتيژيک تړون په لاسليکولو کي د افغانستان عمده شرطونه د بهرنيو لخوا د شپې د عملياتو درول، په افغانستان کي د بهرنيانو زندانونه تړل او د افغانستان ملي حاکميت ته درانوی کول دي.

ولسمشر کرزي وويل:« په دې ستراتيژيک تړون کي امریکا خپلي گټي لري او افغانستان خپلي.»

Afghanistan Loya Jirga in Kabul Erster Tag Flash-Galerie

کرزي وويل چي که متحده ايالاتو په دغو شرايطو له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليکولو ته چمتو وي، نو دا د افغانستان په ګټه ده او افغانستان د دغه کار له پاره چمتو دئ.

د کرزي په وينا په دې کار سره به افغان دولت ډيري پيسې تر لاسه کړي او امنيتي ځواکونه به ئې و روزل سي.

کرزي دغه راز د سولي د بهير په اړه خبري وکړې. هغه د جرګې له ګډون والو څخه وغښته چي په دې برخه کي افغان حکومت ته مشوره ورکړي.

کرزي وويل چي د افغانستان د ستونزي د حل له پاره تر ټولو ښه لار سوله ده، خو جرګه بايد دغه خبره روښانه کړي، چي افغان حکومت د چا سره دغه خبري وکړي.

په دغه جرګه کي څه نا څه ۲۰۰۰ افغان مشران ګډون لري. روانه لويه جرګه به تر څلورو ورځو خبرو اترو وروسته افغان حکومت ته د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه خپلي مشورې ورکړي.

Afghanistan Loya Jirga in Kabul Erster Tag Flash-Galerie

که څه هم تر دې وړاندي ويل سوي ول، چي لويه جرګه به د ستراتيژيک تړون پر سر فيصله کوي خو اوس له دې څخه ډ‌ډه شوې او دغه جرګه کولای سي، په دغه هکله يوازي مشورې ورکړي.

د افغانستان پارلمان بيا کولای سي چي د لويي جرګي مشورې رد يا تاييد کړي.

ځيني کارپوهان په دي اند دي چي افغان حکومت ددي له پاره چي د جرګې د خلافي پريکړو مخنيوی وکړي، دې جرګې ته ئې يوازي مشورتي صلاحيت ورکړ.

مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM