1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی غواړی، يو ځل بيا ځان کانديد کړی

د افغانستان اوسنۍ هېواد مشر حامد کرزی د ۲۰۰۹ کال د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د کانديدو لپاره د گډون کولو اشاره کړی ده.

default

Hamid Karzai

کرزی ويلی دی، چې دی خوښ نه دی، چې يو ځل بيا کانديد شی، خو دی ځېنې هدفونه لری، چې تر اوسه لا نه دی پوره شوی:

« ما پنځه شپږ کاله مخکې څو هدفونه درلودل، چې ځېنې يی پوره او ځېنې نور بايد تر لاسه شی. هر انسان چې يو کار پيل کړی وی، غواړی چې تکميل يی کړی. »

کرزی زياتوی:
« خدای وکړی چې په افغانستان کې خلک له ما سره نيکمرغه شوي وی ، او ما پريږدی، چې هغه څه، چې ما پيل کړی دی، سر ته ورسوم.«

کرزی د طالبانو رژيم څخه وروسته د بن کنفرانس پر بنسټ د موقت هېواد مشر او بيا په کال ۲۰۰۴ کې د انتخاباتو له لارې د افغانستان د جمهور ريس په توگه وټاکل شو. په افغانستان کې راتلونکي انتخابات په کال ۲۰۰۹ کې کېږی. متخصيصين په دی نظر دی، چې د آزادو او منظمو انتخاباتو لپاره بايد د افغانستان په جنوب کې امنيتي وضع زياته ښه شی.