1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی: د چارواکو ادلون بدلون د ولسواکۍ پوخوالی ښیي

افغان ولسمشر، حامد کرزی، وایي د حکومت په دننه کې د ځینو چارواکو ادلون بدلون د ولسواکۍ پوخوالي ښیي. هغه زیاتوي چې د افغان حکومت د چارواکو بدلون شخصي دلایل نه لري.

کرزی وایي چې په حکومت کې د نظر توپیر د ښو پایلو د ترلاسه کیدو لامل کیږي

کرزی وایي چې په حکومت کې د نظر توپیر د ښو پایلو د ترلاسه کیدو لامل کیږي

کرزي دغه څرګندونې په ارګ کې د مدني ټولنو د استازو یوې غونډې ته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د افغان ولسمشر په دستور د افغانستان د بشري حقونو د سازمان درې کلیدي غړي له خپلو دندو ګوښه کړای شول.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې دغه برطرفۍ د کابل د حکومت لخوا پر بشري حقونو برید بللی. د دغې ورځپاڼې په حواله ټاکل شوې وه چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په تیرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې د شوو بشري جنایتونو یو مستند رپورټ خپور کړي خو د کابل حکومت په دغه ګزار تر ډیره بریده د یاد راپور د خپریدو مخه ډبه کړې. ورځپاڼې کې راغلي چې اوس ښایې په دغه مستند رپورټ کې لاس وهنه وشي.

نیویارک ټایمز ادعا کړې چې د بشري حقونو د کمیسیون برطرفه شوو دوه غړو د یاد رپورټ په اړه د شواهدو او مدارکو د را ټولولو دنده درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي دغه ادعاوې رد کړي. کرزي همداراز د مدني ټولنې له فعالینو سره په خبرو کې له هغوې څخه غوښتنه وکړه چې په د افغانستان د بشري حقونو په کمیسیون کې د تشو څوکیو لپاره غوره کسان وروپیژني.

په ورته وخت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو هغه اندیښنه هم بربنډ کړې چې وایې که چیرته دغه رپورټ خپور شي نو ښايي له طالبانو سره د سولي خبرو ته هم زیان ورسوي. ځکه د ورځپاڼې په لیکنه د بشري حقونو په راروان رپورټ کې د د طالبانو د واکمنۍ د دورۍ جنایتونه هم په ګوته شوي دي.

لا تر اوسه پوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون لخوا د برابر شوي رپورټ د خپریدو په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته. دغه رپورټ ته د سولې او پخلایني عنوان ورکړل.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM