1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی: د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو مخه نيسو

ولسمشر کرزي پاکستان ته تر خپل سفر مخکې دا خبره ومنله چې دې هیواد ته د هغه مخکينیو سفرونو د افغانستان له امنیت سره مرسته نه ده کړې. کرزي له افغانستانه بهر د امریکا او حزب اسلامي تر منځ احتمالي خبرې «لویه غلطي» وبلله.

پلان شوې ده چې ولسمشر کرزی د دوشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي ترڅو له دې هیواد سره د افغانستان د سولې بهیر او نورو مسایلو پر سر وغږیږي. کرزي تر دې سفر مخکې د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې که څه هم پاکستان ته د هغه مخکینیو سفرونو د افغانستان سولې او ثبات ته ګټه نه ده رسولې، خو بیا هم دغو سفرونو د کابل او اسلام آباد تر منځ د پیژندگلوي رامنځ ته کړې ده. کرزي وویل: «که څه هم دغه سفرونه په بشپړه توګه بې ګټې نه ول، خو زموږ اصلي هدف ته نه یو رسیدلي چې په افغانستان کې د امنیت راتلل، له ترهګري سره مبارزه کول او داسې فضا رامنځ ته کول دي چې په کې زموږ ملتونه وده وکړي.»

افغان حکومت او نړیواله ټولنه له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وکړي. په دې بهیر کې د پاکستان نقش ډیر مهم بلل کیږي نو له دې کبله کابل او واشنګټن تل هڅه کوي چې د اسلام آباد په مرسته د افغان حکومت وسله وال مخالفین د خبرو اترو میز ته راولي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان پر پاکستان باندې تور لګوي چې د سولې په بهیر کې صادقانه مرسته نه کوي او د امتیازاتو د ترلاسه کولو له پاره د دغه بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

تر دې مخکې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي، د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې پاکستان ته د کرزي د سفر په اجندا کې په دې هیواد کې د طالبانو د یو شمیر بندیانو د آزادولو غوښتنه هم شامله ده. په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار، روښانه کړې ده چې کرزی به له خپل پاکستاني سیال نواز شریف، سره د طالبانو د لوړ پوړي قوماندان ملا عبدالغني برادر، پر آزادیدو هم وغږیږي.

طالبانو د روان کال په جون میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې یو دفتر پرانیست چې د افغان حکومت له خوا تر سختو نیوکو وروسته بیرته وتړل شو. کرزي د شنبې په ورځ په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او د گلبدین حکمتیار حزب اسلامي ډلې تر منځ، په افغانستان کې د یوه موقت حکومت د جوړیدو د احتمالي خبرو اترو په اړه وویل: «دا به د دواړو لویه غلطي وي. د حزب اسلامي به لویه غلطي دا وي چې له یوې خوا له امریکایانو سره جنگیږي او له بلې خوا ورسره د موقت حکومت پر سر غږيږي. د امريکايانو غلطي دا ده چې د افغانستان اساسي قانون او ډموکراسي ته يې ژمنه کړې [...] خو بيا هم د موقت حکومت په رامنځ ته کېدو باندې له هغوی سره غږيږي.» کرزي ټینگار وکړ چې که دغه خبرې په رښتیا هم ترسره کیږي نو افغان حکومت به یې مخه ونیسي: «اول خو به دا خبرې صحیح نه وي، خو که د امریکا او حزب اسلامي ترمنځ او یا هم د امریکا او طالبانو تر منځ د موقت حکومت په اړه خبرې وي نو هغه به ناکامه وي او ناکامه به یې کړو.»

کرزي یو ځل بیا ټینگار وکړ چې افغان حکومت په افغانستان کې دننه له خپلو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو پر ترسره کیدو باندې ټینگار کوي.

«له امریکا سره په تړون کې د امنیت تضمین تر ټولو مهمه موضوع ده»

افغان ولسمشر حامد کرزي، په دې خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي تړون پر سر خبري اوس په لوړه کچه دوام لري. هغه ټینگار وکړ چې په دغه تړون کې د افغانستان له پاره تر ټولو مهمه خبره د «افغانستان د امنیت تضمینېدل دي». کرزي وویل: «د افغانستان د امنیت او ثبات مسلې د خبرو په سر کې دي. د هغوی [امریکا متحده ایالاتو] مالي مرستې زموږ له پاره ډیرې مهمې نه دي. زموږ له پاره تر ټولو ارزښت لرونکې موضوع د افغانستان امنیت او ثبات دی.»

کرزي دا خبره هم روښانه کړه چې افغانستان د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې پیړه نه لري بلکې خپلې ملي گټې تر هر څه غوره گڼي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر کرزي په خبره امریکا متحده ایالات غواړي چې د روان کال تر اکتوبر میاشت پورې له افغانستان سره دغه امنیتي تړون لاسلیک کړي خو کرزي وویل چې افغانستان به کوم ضرب الاجل ته غاړه کې نه ږدي: «که څه هم امریکا د اکتوبر خواهش لري [په اکتوبر کې د امنیتي تړون لاسلیکیدل غواړي] خو موږ بیړه نه لرو. که موږ دغه سند لاسلیک نه شوای کړای، نو د افغانستان راتلونکی حکومت به یې لاسلیک کړي.»

کابل او واشنگټن اوس پر یوه امنیتي تړون باندې د مذاکرو په حال کې دي. د دغه تړون له مخې به امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي اډې ولري. تر دې مخکې ولسمشر کرزي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کیدو د څرنگوالي پر وړاندې د احتجاج په توگه د دغه تړون پر سر خبرې اترې درولې وې.