کرزی: دولت د خلکو د ژوند خوندي ساتونکی دئ | افغانستان | DW | 10.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی: دولت د خلکو د ژوند خوندي ساتونکی دئ

افغان ولسمشر حامد کرزي د ځانگړو ځواکونو له خوا د شپني عملیاتو افغاني کیدل ستایلي دي. د هغه په وینا په دې کار سره به د افغانستان خپلواکمني لا پسي پیاوړې شي.

د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې په تیاره کې تر سره کیدونکي عملیات هغه شخړه ییزه موضوع وه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان دولت سره د امريکا د متحده ایالاتو د ستراتیژیک تړون په مخکي خنډ وه.

شپني عملیات د افغانانو په منځ کې هم داسي یوه موضوع وه چې د خلکو د کرکي وړ گرځېدلې وه. افغان دولت په تیرو وختونو کې په وار وار د دغو عملیاتو د درولو غوښتنه کړې وه.

د متحده ایالاتو او افغان دولت ترمنځ د دغو چاپو افغاني کیدل د یکشنبې په ورځ لاسلیک شول. دغه تړون د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الین تر منځ لاسلیک شوه.

افغانستان او متحده ایالاتو په رسمي توګه موافقه وکړه چې تر دې وروسته به د ضرورت په صورت کي د شپې له خوا تر سره کیدونکي عملیات یوازي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر سره کيږي.

د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي دي چې حامد کرزي د کابینې غونډي ته دغه څرگندوني کړي دي. خبر پاڼه د ولسمشر له خولې زیاتوي:

«د دغه تړون پر اساس موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې نه یوازي دا چې بهرنیان به د افغانانو کورونو ته نه ورننوزي، بلکي افغان دولت به هم چا ته زیان نه رسوي او د خلکو بشري حقونو به تر پښو نه لاندي کیږي.»

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چي ټول دولتي ارگانونه بايد دا خبره په ثبوت ورسوي چې دولت د افغانانو د ژوند، امنیت او گټو خوندي ساتونکی دئ.

په بیانه کې راغلي دي چې ولسمشر د دغه تړون لاسلیکدل د افغانستان د خپلواکمنۍ د لا پیاوړتيا په معنی بللي دي.

په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو قوماندانان د وسله والو پر وړاندي د شپې عملیات یو مهم تکتیک بولي.

داسي اټکل کيږي چې د دغه تړون تر لاسکیدو وروسته ښایي د افغان دولت او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک تړون له پاره هم لاره هواره شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل