کرزی: داهيواد خاوند لري او په خپلو چارو کي تر نورو ښه پوهيږي | افغانستان | DW | 18.03.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی: داهيواد خاوند لري او په خپلو چارو کي تر نورو ښه پوهيږي

د ناټو عمومي منشي او په افغانستان کي د دوه ويشتو هيوادونو سفيرانو نن په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره په يوه خبره غونډه کي برخه واخسته

د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی

د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی

په دې خبري ناسته کي د افغانستان اوسنی سياسي او پوځي حالت و څېړل سو او د کابل سره يوار بيا د نړيوالي ټولني پر اوږد مهاله مرستو باندي ټينګار وسو.

حامد كرزي وويل چ ي د ناټو دعمومي منشي سره يې په ځانګړ ی ملاقات ك ي په افغانستان ك ي دسياسي بدلونونو په تېره بيا د ټول ټاكنو او دنظام د مشروعيت په اړه تفصيلي خبر ي وكړې چ ي په مقابل کي يې د ملاتړ ډاډ وركړل س و.

ولسمشر حامد كرزي يو ځل بيا په افغانستان ك ي دسوله ساتو نړيوالو ځواكونو لخوا د عملياتو پر مهال د ملكي تلفاتوغبرګون څرګند كړ او وي ې ويل، په داس ي حال ك ي چ ي په دې اړه دمخه د افغان امنيتي ارګانونو او د ايساف د ځواكونو تر منځ د ملكي تلفاتو د مخنيوي موافقه س وې وه،خو اوس هم داس ي ښكاري چ ي دغه لانجه لانه د ه حل س وې. په داس ي حال ك ي چ ي دا د ټول ملت غوښتنه او ټينګار دى.

د ناټو عمومي منشي ياب دې هوپ سخيفر

د ناټو عمومي منشي ياب دې هوپ سخيفر

حامد كرزي دغه راز د دوهم ځل ل ه پاره انتخاباتو ته د خپلې كانديداتورۍ په اړه وويل چ ي دا كار ځكه كوي چ ي يو لړ چار ي يې لاسرته نه دي رسېدل ي ،او په ه ي واد ك ي سوله او ثبات ن ه د ي ټينګ س و ي ،هڅه به وكړي چ ي دا وار په ټاكنو ك ي مخالفين هم دې ته رضا كړي چ ي په ټاكنو کي برخه واخلي.

ده وويل دبن د توافقاتو سره سم يې ټول ي غوښتن ي ګام پ ر ګام عملي كړ ي او ه ي چاته د دې حق ندى حاصل چ ي د نظام جوړلو په برخه ك ي نيوك ي وكړي داه ي واد خاوند لري او په خپلو چاروك ي له نورونه ښه پوهيږي.

دغه راز په دې خبري غونډه ك ي د ناټو سرمنشي سخ يفر په داس ي حال ك ي چ ي د افغانستان سره يې د ناټو له اړخه د اوږد مهالو همكاريو ډاډ وركړ د ملي اردو او ملي پوليسو په سمبالولو کي په ټينګار سره وويل چ ي په افغانستان کي د عملياتو پرمهال د ملكي تلفاتو د مخنيوي ل ه پاره يې ټول امكانات په كار اچولي دي.

ده په دغه هيوادكي دعمومي ټاكنو پروسه يوه ننګونه وبلله خو ويې ويل چي په دې برخه كې يې پوره چمتو والى نيولى دى.

کوټوال

کتونکی. زيارمل