1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزی او لویدیځ باید واضح خبرې وکړي

په روانه اونۍ کې افغانستان د امریکا د «غیرې ناټو متحدینو» په ډله کې شامل شو. په همدې اونۍ کې له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم وشوه. ایا دغه بریاوي په افغانستان کې له اصلاحاتو پرته گټه لرلی شي؟

یادښت: دغه تبصره د دویچه ویله (المان غږ) د افغانستان د څانګې مشر رتبیل شامل اهنګ، لیکلې ده.

د دویچه ویله د افغانستان د څانگې مشر رتبیل شامل اهنگ

د دویچه ویله د افغانستان د څانگې مشر رتبیل شامل اهنگ

افغانستان یو ځل بیا د نړیوال سیاست د وړانګو په رڼا کې ښکاره شو. په لومړي سر کې دغه هیواد د «غیر ناتو هیوادونو په اتحاد» کې د امریکا د یو مهم متحد په توګه اعلان شو او یوه ورځ وروسته په توکیو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیارغاونې له پاره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه. خو پر ته له رښتینو اصلاحاتو څخه ګمان نه کیږي چې د عامو افغانانو په ژوند کې کوم بدلون راشي.

د روانې اونۍ پیل د افغانستان له پاره له خورا اهمیت لرونکو مسائلو سره جوخت وو. د شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، په کابل کې اعلان وکړ چې افغانستان «د غیر ناتو هیوادونو په اتحاد» کې د امریکا د مهمو متحدینو په ډله کې شامل کړل شوی دئ. امریکا ۱۴ هیوادونه په دغه ډله کې شامل کړي دي چې اسرائیل، مصر او استرالیا هم پکښې شته . له دې سره افغانستان کولای شي چې په اوږد مهال کې د نړۍ د ستر ځواک امریکا متحده ایالاتو، پر سیاسی او پوځي ملاتړ باندې حساب وکړي.

ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن له دې حسن نیت له کبله مننه وکړه. خو د ولسمشر دا ډول مننې د هغه دوستان او دښمنان دواړه هک پک حیران کړل. ځکه له دغې وینا څخه یوازې دوې ورځې پخوا کرزي امریکا متحده ایالات او لویدیځ دواړه په خپل هیواد کې په سختو لاسوهنو تورن کړي ول. هغه ان د افغانستان د دولت پر ضد د لویدیځ د پراخو پروپاګندو خبره هم یاده کړې وه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیری هیلری کلنتن، سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د کرزي په وینا کې د دا ډول نیوکو نخښه نښانه و نه لیدله شوه. له دې سره نو ولسمشر کرزي خپل ځان د یوه ستر بدلون موندونکي سیاستوال په توګه ښکاره کړ. خو افغانستان په داسې یو وخت کې چې پایښت ئې تر ازموینې لاندې دئ، یوازې په اصطلاح یوه «خوش طبیعت» لارښود ته اړتیا نه لري. که چیرې ولسمشر کرزی په خپلو لویدیځ ضد ویناوو سره غواړي په خپل هیواد او یا بهر کې ځینې افکار بدل کړي، دی باید پوه شي چې هیڅوک دا نه مني چې هغه دې ګواکې له امریکا څخه واټن نیولی وي. په تشو او تندو ویناو سره هیڅ ولس پیاوړی شوی نه دئ. کرزی باید د خپل هیواد له غوښتنې سره سم یو رښتینی او د عمل وړ سیاست پلي کړي.

فغانستان پرته له دې چی خپل پت او عزت له لاسه ورکړي او له ځان څخه یو چوپړي دولت جوړ کړي، هر هغه مرستې ته اړتیا لري چې ورته وړاندې کیږي او ترې گټه اخیستل کیدای شي.

خلک د خپلې راتلونکې په هکله ډیرې اندیښنې او پوښتنې لري. ایا کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناتو تر مشري لاندې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا هیواد به په کورنۍ جګړې او ګډوډیو کی ډوب شي؟ دا ډول یوې پوښتنی ته باید په ټیټه سترګه و نه کتل شي. ولسمشر حامد کرزی باید په ښکاره توګه څرګنده کړي چې کوم دولتونه د افغانستان ملګري او شریکان دي. کرزی باید هغه لاسونه لنډ نه کړي چې هدف ئې د ده له هیواد سره مرسته کول دي. که چیرې رښتیا هم لویدیځ او امریکا متحده ایالات د افغانستان رښتیني ملګري نه وي، کرزی باید د هغه دلایل وړاندې کړي. پرته له دې د هغه ټولې دا ډول ویناوې بې ځایه خبري ګڼل کیږي او د هیچا په ګټه هم نه دي.

ولسمشر کرزی باید نه یوازې د بهرني سیاست په اړه، بلکې په افغانستان کې د اختلاس او اداري فساد پر ضد څرګندې خبرې وکړي. د توکیو په کنفرانس کې هغه یو ځل بیا پرته له دې چې له اختلاس سره د مبارزې په برخه کې عملي لارې چارې وسنجوي، ژمنې وکړي. نړیوالې ټولنې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه وکړه. یوازې المان به افغانستان ته په کال کی ۴۳۰ میلیون یورو د ملکي مرستو په چوکاټ کې ورکړي. د تیرو کلونو په څیر دغه مرستې هم په کابل کی په ښه حکومتوالي پورې مشروطې شوي دي. خو دا ځل هم ګمان نه کیږي چې په افغانستان کې د اصلاحاتو انقلاب وشي. په دې خبره هم نړیواله ټولنه او هم ولسمشر کرزی پوهیږي.

د اختلاس د مافیا پر ضد د مبارزې په وړاندې افغان ولسمشر ډیر کمزوری ښکاري. د حکومت ډیرې څوکۍ د جګړه مارو د پلویانو په لاس کې دي. هغه جګړه ماران چې ځینې خپلې شخصي وسلوالې ډلې لري او په عین وخت کې تر یوې کچې له امریکا متحده ایالاتو سره له ډیرو ښوو اړیکو برخمن دي. د هغو په جمله کې د ولسمشر دوه مرستیالان، یو شمیر وزیران، یو زیات شمیر والیان او د کرزي وروڼه شامل دي. کرزی پر هغو مامورینو او دولتي کارکونکو باندې کوم نفوذ نه لري چې د هغه له خوا نه ټاکل کیږي. معنی دا چې که چیرې کرزی خپله هم د اصلاحاتو غوښتنه وکړي، نه شي کولای چې د جګړه مارانو د ارادې پر خلاف چې د حکومت ټول مزي ئې په لاس کې دي عمل وکړي.

جګړه ماران نه د قانون له واکمنۍ سره علاقه لري او نه هم قانون ته له وفادارو مامورینو سره. هغوی په هغه یو افغانستان کې خپل قدرت او په غیر قانوني توګه لاس ته راوړلو شتمنیو ته د خطر احساس کوي، چې پکښې قانون پر ټولو یو شان پلي شي. هغوی یوازې ظاهری دیموکراسي او د قانون ظاهری واکمني غواړي. دغه ظاهري دیموکراسي د هغوی د سوداګري په ګټه ده، ځکه له دې سره افغانستان ته په میلیاردو ډالر مرستې بهیږي. نړیواله ټولنه له کلونو راهیسې د افغانستان په دې وضعیت خبره ده.

د دې پسمنظر په پام کې نیولو سره د افغان حکومت پر ضد د لویدیځ نیوکو کومه ګټه نه ده کړې او نه ئې هم کومه پایله لرلې ده. لویدیځ سیاستوال ښه پوهیږي چې د کابل پر ضد د هغوی هر ډول نیوکه د هغوی پر خپل ځان او سیاست باندې نیوکه ده، ځکه چې په دې موده کې هغوی د طالبانو ضد مبارزه کې ډیر زیات پر پوځي اړخ تکیه وکړه. معنی دا چې هغوی نه غواړي ګډه بیړي نسکوریدو ته برابر شي. بیا په خاصه توګه په اوسني وخت کې چې پریکړه شوې ده چي له دغې لړزانې بیړۍ څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه کوز شي.

له افغانستان سره ژمنه شوې وروستۍ مرستې ښايي تر یو څو کلونو پورې چې نړیوال ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه وځي، دغه هیواد ټینګ وساتي. خو پوښتنه دا ده چې بیا به څه پیښ شي؟ ایا افغانستان به په ګډوډیو کې لاهو شي؟ ایا بیا به طالبان او القاعده د هندوکش د غرو د لمن برخه لیک په خپل لاس کې ونیسي؟ که چیرې رښتیا داسې یو څه پیښ شي، نود افغانستان په باب دلویدیځ ټول سیاست له خاورو سره برابر کیږي. یوازې په افغانستان کي نه،بلکې په ټولو هغو هیوادونو کې چې په دې هیواد کې ښکیل دي باید له داسې یوه وضعیت سره خلک ناهیلې نه کړای شي.

دامریکا متحده ایالات او د هغه متحدین په افغانستان کې لا تر اوسه له ډیر ممکنه نفوذ څخه برخمن دي. هغوی باید له راتلونکو څو کلونو څخه په استفادي سره له ولسمشر کرزي سره په ګډه د جګړه مارانو او طالبانو د قدرت ریښې له بیخه وباسي. که چیرې د افغانستان خلک وکړای شي هغه یوه ورځ په خپلو سترګو وویني چې دوی ټول د قانون په وړاندې سره مساوي دي، نو بیا سړی کولای شي چې د اونۍ د پیل پریکړې د یو ستر بریالیتوب په توګه ولمانځي. پرته له دې به په افغانستان کې غلط خلک د نړیوالې ټولنې د مرستو له پیسو او مشارکتونو څخه ګټه پورته کوي.

رتبیل شامل اهنگ/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش