1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کرزي يوار بيا په افغانستان کي پر پوځي سراتيژۍ سختي نيوکي کړي

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان او د المان د پارلمان د ريس سره په کتنه کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر کړنو باندي سختي نيوکي کړي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی

ولسمشر حامد کرزي د بهرنيو ځواکونو پر کړنو سختي نيوکي کړي او د بهرنيو هيوادونو د پوځي تگلاري پر سر يې څېړنه هم غوښتې ده.

افغان مشر زياته کړې ده چي د طالبانو د رژيم د نسکورېدو راهيسي په کليو او بانډو کي تر سره سوي پوځي عمليات ددې باعث گرځېدلي چي ملکي وگړي ووژل سي.

د ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي، کرزي تيره ورځ په کابل کي د المان د پارلمان د ريس نوربرت لمرت سره په کتنه کي يوار بيا د بهرنيانو پر پوځي کړنو نيوکي وکړې.

اعلاميه زياتوي چي په دې کتنه کي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترياس هم گډون درلودی کرزي وويل چي په کليو او بانډو کي د تروريز په وړاندي پوځي عمليات ډير لږ مؤثر ول او قربانيان يې ډير ملکي وگړي ول.

د ولسمشر کرزي ددې خبرو پر مهال د المان د دفاع وزير څو گوتنبرگ هم په افغانستان کي و او د المان د عسکرو سره يې په بغلان کي د جگړې په لومړۍ کرښه کي کتلي دي.

په دې کتنه کي پيترياس څرگنده کړې ده چي امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کال کي په ناڅاپي ډول د افغانستان څخه نه وزي.

څو ورځي مخکي ولسمشر کرزي پر امريکا ږغ وکړي چي په ۲۰۱۱ کال کي د امريکايي ځواکونو په وتلو سره يې امنيتي ځواک ددې جوگه نه دی چي د هيواد د امنيتي چارو مسووليت په غاړه واخلي.

پيترياس د جرمني د دوهم کانال د تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي امريکايان به هيڅ وخت افغانان د طالبانو زورزياتي ته يوازي ور پرې نږدي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم